1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سویډن په ناټو کې د غړیتوب له پاره د ترکیې اندیښنې لیري کوي»

۱۴۰۱ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

سویډن چې په ناټو کې یې د شاملیدو غوښتنلیک وړاندې کړی، د ترکیې له خوا په پرله پسې ډول په منځني ختیځ کې د کُرد وسله والو په ملاتړ تورن شوی. له همدې امله ستکهلم اوس له ترهګرۍ سره د مبارزې په قانون کې اصلاحات پیل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Cf6k
 Jens Stoltenberg und  Magdalena Andersson in  Harpsund
انځور: Henrik Montgomery/TT/AFP via Getty Images

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې (د جون میاشتې په ۱۳ نیټه) په ورځ وویل چې په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو د هڅې په ترڅ کې سویډن د ترکیې هیواد امنیتي انديښنو لیري کولو ته تیار دی. په پوځي برخه کې ستکهلم د څو لسیزو راهیسې د بی طرفۍ دریځ لري او له دفاعي پلوه د هیڅ کوم ائتلاف برخه نه ده ګرځیدلې.

خو پر اوکراین د روسيې تر پوځي برید وروسته په سیمه کې امنیتي انديښنې ډیرې شوې دي او له همدې امله سویډن او فنلنډ مجبوره شول چې په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو پریکړه وکړي.

دواړو هیوادونو د دې له پاره په ناټو کې د غړیتوب په خاطر غوښتنلیک هم وړاندې کړی و. خو ترکیې وویل تر هغې چې دغو دواړو هیوادونو د انقرې په برخه کې خپلو تګلارو کې بدلون نه وي رامنځته کړی، ترکیه به یي په ناټو کې د شاملیدو مخالفت وکړي. د همدې خڼد له کبله په ناټو کې د شمولیت له پاره د یادو دواړو هیوادونو غوښتنلیکونو په برخه کې اجرات ځنډیدلي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر دواړو هیوادونو د کُردستان د کارګر ګوند (PKK) د وسله والو د ملاتړ تور لګولی دی. ترکیه دا یوه ترهګره ډله بولي. سویډن پر سوریې تر برید وروسته په ۲۰۱۹م کال کې پر ترکیې د وسلو بندیز هم لګولی و.

له همدې امله انقره اراده لري په ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ شاملیدل ویټو کړي. په ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کوونکو پر غوښتنلیک هغه وخت بحث او غور کیدلی شي چې د دې سازمان ټول ۳۰ غړي ورسره موافقه ولري. په بل صورت کې شاملیدل خو لا پریږده، پر غوښتنلیک یې غور هم نه شي کیدلی.

USA Washington | Jens Stoltenberg im Pentagon
د ناټو سرمنشي ینس ټولټنبرګانځور: Manuel Balce Ceneta/AP/picture alliance

سویډن د ترکیې د انديښنو په هکله کوم اقدامات کړي دي؟

د سویډن لومړۍ وزیرې میګدالینا ایندرسن ویلي دي چې کله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې خبره کیږي، نو هیواد یي د ترکیې انديښنو ته په ډیر جدیت سره ګوري. نوموړې زیاته کړه «اراده لرو دغه معاملات په هر ډول چې کیږي حل کړو.»

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې «سویډن لا دمخه د ترهګرۍ اړوند د خپلو قوانینو بدلول پیل کړي دي.» هغه زیاته کړه «سویډن به اوس دا خبره تضمینوي چې د ناټو د غړي په توګه د وسلو د صادراتو اړوند قانوني چوکاټ به یي، د راتلونکي د وضعیت منعکس کوونکی او له متحدینو سره د نویو ژمنو پر بنسټ وي.» 

د رپوټونو په حواله د جولای له لومړۍ نیټې وروسته به د سویډن د ترهګرۍ ضد اړوند قانون کې بدلون رامنځته شي. بل لور ته د سويډن د وسلو صادرونکي خپلواک آژانس هم اعلان کړی دی چې په ناټو کې له غړیتوب سره هم مهاله به پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.

جنرال سټولټنبرګ ویلي وو: «دا د ترکیې له خوا د یادو شوو انديښنو د لیري کولو له پاره دوه مهم ګامونه دي. هدف دا دی چې دغه مسائل باید ژر تر ژره حل شي، څو فنلنډ او سویډن ته د ناټو د بشپړ غړي په توګه هرکلی وویل شي.»

Türkei | Präsident Erdogan
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغانانځور: Emin Sansar/AA/picture alliance

سټولټنبرګ په دې اړه څه ونه ویل چې آیا دا مسئله به د جون په ۲۸ نیټه په مادرید کې د ناټو تر سرمشریزې مخکې او یا د سپټمبر په ۱۱ نیټه د سویډن تر پارلماني ټاکنو مخکې حل شي.

البته دا خبره یي وکړه تر هغې پورې چې په ناټو کې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو له پاره د سویډن غوښتنلیک تر غور لاندې دی، متحدینو دغه هیواد ته د حفاظت ډاډ ورکړی دی. هغه دا هم وویل که چیرې پر دغه هیواد برید وشي «دا له تصور څخه لیري خبره ده چې ناټو په دې هکله غبرګون ښکاره نه کړي.»

سټولټنبرګ زیاته کړې: «که له امنیتي پلوه وکتل شي، نو سویډن د غوښتنلیک وړاندې کولو د وخت په پرتله، اوس په ډیر ښه موقعیت کې دی.»

په سويډن کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال سټولټنبرګ وویل چې د ستونزې د حلولو له پاره په ډیر فعال ډول له ترکیې او سویډن سره کار کوي.

سټولټنبرګ د یکشنبې په ورځ په سويډن کې و، چیرې چې هغه ویلي و د ترکیې انديښنې پرځای دي او باید جدي ونیولی شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ. ح