1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرپل: د ځمکو د ملکيت پر سر د خلکو تر منځ اختلافات

محمد کریم صالح
۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

د سرپل ولایت يو شمیر اوسېدونکي وايي چې د سرپل پخوانیو ناقیلنو ېې پر ځمکو د ملکيت دعواوې پېل کړي او د طالبانو له محلي ادارې غوښتنه کوي چې ځمکې ېې ورڅخه وا نخیستل شي. د سرپل نور اوسیدونکي او سیمه ایز طالب چارواکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4LHlp
Nord-Afghanistan Ländereien nach Angaben der Taliban an Eigentümer zurückgegeben
انځور: Mohammad Ebrahim Mukalaf

دویچه ويله په سرپل ولایت کې د ځمکو په سر د راولاړو شوو اختلافاتو په تړاو، د دغه ولایت له یو شمیر اوسیدونکو او چارواکو سره خبرې کړي. عام خلک چې اکثریت ېې نه غواړي نومونه ېې په رپوټ کې خپاره شي، په دې هکله متفاوت نظرونه لري.

د سرپل ولایت یوه چارواکي ضيا خان اسحاقزي دویچه ویله ته وويل چې ناقلین د سرپل ولایت په ۱۳ کلیو کې په خپل نوم ۶۳۰۰ جریبه ثبت شوې ځمکه لري چې له دې جملې څخه ۳۶۱۰ جريبه ځمکه غصب شوې ده.

د اسحاق زي په خبره دغه ځمکې دولتي وې چې د ظاهر شاه حکومت په ۱۳۳۶ او ۱۳۳۷ کلونو کې د دوو فرمانونو پر اساس د شلو قسطونو له مخې پر وردک ناقلینو خرڅې کړې.

ولي د بادغیس بزګرانو ایران ته مخه کړې؟

هغه زیاته کړه، ناقلينو، حکومت ته د ځمکو ۱۸ قسطونه وسپارل، دوه ېې پاتې ول چې په افغانستان کې انقلاب شو: «انقلاب سره دغه ناقلین چې وردک ول، بېرته مزار، شبرغان او نورو ځایونو ته ځي او ځمکې ېې د سېمې خلک چې د هغو د ځمکو تر څنګ ېې ځمکې درلودې، غصبوي.»

اسحاق زي وويل په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره دغو خلکو عرېضې وکړې او په دې سره د شپږو میاشتو راهيسې د ځمکو د تثبیت یوه پروسه پيل شوې ده چې په ترڅ کې ېې وړمه ورځ د هغو له ډلې ۲۱۰ جريبه ځمکه د سرپل مرکز اړوند لغمان کلي کې ناقلینو ته تسلیم سوه او لا هم دغه پروسه ادامه لري.

د نوموړي په خبره د دغه کار له پاره د ولایت مقام د مختلفو ادارو څخه یو پلاوی ټاکلی چې دی ېې د سرپل امنیه قوماندانۍ په نمايندګۍ غړیتوب لري. هغه وویل وروسته له هغې چې ۲۱۰ جرېبه ځمکه ناقلینو ته وسپارل شوه، یو شمیر هغو خلکو چې د ځمکې ورکړې سره مخالف دي، مظاهره وکړه.

یو شمیر ځايي اوسیدونکي وايي چې د ناقلینو ځمکې ېې په خپل رضایت بېرته هغوی ته سپارلي خو یو شمیر نور بیا ورباندې دعوا ده استدلال کوي چې ځمکې ېې خپلې دي او له چا ېې غصب کړي نه دي
یو شمیر ځايي اوسیدونکي وايي چې د ناقلینو ځمکې ېې په خپل رضایت بېرته هغوی ته سپارلي خو یو شمیر نور بیا ورباندې دعوا ده استدلال کوي چې ځمکې ېې خپلې دي او له چا ېې غصب کړي نه ديانځور: Mohammad Ebrahim Mukalaf

د هغوی له ډلې یو هم د سرپل په مرکز کې د انګوټ کلي اوسیدونکی، ۵۰ کلن حاجي ګل (مستعار نوم) دی. هغه دویچه ویله ته وویل چې دوی د چا ځمکه نه ده غصب کړې او کومه ځمکه چې دی او وروڼه ېې لري له پلار او نيکه څخه ورپاتې ده چې اسناد ېې هم لري: «دغه ځمکه ۴۲ کاله له ماسره ده، تر هغه مخکې مې له پلار سره وه، اوس دا درې میاشتې کيږي چې دوی [طالبان] وايي وردک ناقلینو ته ېې ورکړئ.»

په خوست کې د غصب شويو ځمکو ستونزه او د طالبانو خبرداری

د سرپل په مرکز کې د پخواني حکومت ېوې کارکوونکې چې اوس پر کور ناسته ده، دويچه ويله ته وويل، په ځينو کلیو کې دغه ځمکې د پخواني حکومت «زورواکانو او اربکیانو غصب کړې وې. هغه وخت ېې مالکانو څه نه شو کولی اوس به ښايي کومه امیدواري لري چې غواړي ځمکې ېې بېرته وروسپارل شي.»

د سرپل اوسیدونکي، د دوشنبې ورځې مظاهرچیانو شمیر د ۵۰ او ۷۰ کسانو په شاوخوا کې ښيي. مظاهره چیانو له والي غوښتل چې ځمکې ېې ورڅخه نه باید واخیستل شي. د سرپل ښار دغې اوسېدونکې وويل: «ولایت ورته وویل، ځمکه دې هغه چا ته چې مستحق وي ورکړل شي. دا ېې ورته ونه ویل چې تاسو شرعي قبالې لرئ، نو تاسو ته دې درکړل شي.» 

طالبانو ولې د پخوانيو چارواکو او سياسي شخصيتونو کورونه نيولي؟

خو حاجي ګل وايي چې ناقلین اوس قومي جرګې ته هم غاړه نه ږدي. هغه د اسحاقزي هغه خبره هم ردوي چې ناقیلینو د ظاهرشاه حکومت پر وخت د اخیستلو ځمکو اتلس قسطه پېسې تحويل کړي، که ېې تحويل کړي هم دي لږ دي. هغه وويل: «دغه ځمکې د امان الله خان له وخته زموږ د پلرونو او نیکونو په نومونو دي، خو اوس ېې موږ ته  کتابونو څوک نه راښيي. دا چې د ظاهر شاه په وخت کې دوی په کوم ځای کې ځمکې اخیستي د هغه اسناد هم موږ ته نه راښيي.»

په سرپل کې د طالبانو د والي ویاند دویچه ويله د دغه انځور په استولو سره ويلي دي چې په انځور کې زاړه ديوالونه د ناقلینو د کورونو دي
په سرپل کې د طالبانو د والي ویاند دویچه ويله د دغه انځور په استولو سره ويلي دي چې په انځور کې زاړه ديوالونه د ناقلینو د کورونو ديانځور: Mohammad Ebrahim Mukalaf

دويچه ویله د سرپل ولایت د املاکو له ادارې سره په اړيکه کې شوه خو د دغې ادارې يو مسئول، د رسمي بوختیاو له کبله د معلوماتو له ورکړې بخښنه وغوښته.

د سرپل د والي وياند، محمد ابراهیم مکلف دویچه ويله ته وويل چې د دوشنبې ورځې تر لاریون وروسته پريکړه وشوه تر څو دغه موضوع د سپين ږیرو له لارې هواره شي، خو هغه ټینګار کوي چې د ځمکې اصلي خاوندان ناقلین دي: «د سېمې خلک د دغو ځمکو اسناد نه لري، اما د ناقلینو دفتر او په املاکو کې دغه ځمکې د ناقلينو په نوم ثبت دي او ناقلین ېې رسمي اسناد له ځانه سره لري.»

د سرپل د والي ویاند په خبره، چې په «مجموع کې پر ۳۰۹۰ جریبه ځمکه اختلاف موجود دی او اکثره کسان په خپله خوښه حاضر دي چې ځمکې ناقلینو ته وسپاري.»

د طالبانو مشر د ځمکو د غصب د مخنیوي له پاره فرمان صادر کړی

د سرپل مرکز یو اوسېدونکی چې په لغمان کلي کې ېې ځمکه ناقلینو ته سپارلې وويل: «ما سره هم څلور جرېبه ځمکه وه، کلي ته ولاړم، ځمکه مې د کتاب او سند له مخې جريب کړه او په خپله خوښه او رضایت مې هغوی ته وسپارله.»

خو حاجي ګل نه مني چې دغه ځمکې دې په رېښتیا د ظاهر شاه په دوره کې ناقلینو اخیستي وي. هغه وايي له چارواکو ېې وغوښتل تر څو د ظاهرشاه د وخت اسناد او کتاب وروښيي چې ناقلینو دغه ځمکې چیرته اخیستي، خو په وینا ېې چې چارواکي ېې نه ورښيي.

هغه د ناقلینو په هکله وويل: «دوی ځمکې نه لرلې، ځکه خو ایران، پاکستان او نورو ځایونو ته مهاجر شول. ولې موږ مهاجر نه شولو، ځکه دلته مو ځمکې وې.» هغه وويل چې طالب چارواکو ورڅخه وغوښتل تر څو سوله وکړي، «ما ورسره ومنله خو کله چې مقابل لوري ته ورغلو هغوی نه سولې ته  حاضر شول او نه محکمې ته.»

حاجي ګل وايي چې د ده په څير ډير کسان دي چې اوس له دغي حقوقي دعوا سره مخ دي، خو ډیری دغه خلک په دې هکله خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي. د سرپل اوسیدونکي وايي چې ډيری دغه ځمکې کرهڼيزې او د باغونو ځمکې دي.

م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل