1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د بادغیس بزګرانو ایران ته مخه کړې؟

۱۴۰۰ دی ۴, شنبه

د بادغیس ولایت غرونه او درې چې يو وخت به په پریمانه واور او بارانو سمسورې وې، د خراب اقليمي وضعیت له کبله نور په هغه وضعیت نه دي پاتې. ځايي اوسیدونکي وايي، ځمکې يې شاړي دي او د ژوندي پاتې کيدو له پاره يې سخته مبارزه کوي.

https://p.dw.com/p/44o2o
Afghanistan Landwirtschaft
انځور د آرشیف دیانځور: AP

د بادغیس ولایت اکثره اوسیدونکي د وچکالي او نورو محیطي مشکلاتو له امله ایران ته مهاجر شوي او يا د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بې ځایه شوو کورنيو په کمپونو کې د فقر وضعیت د ژوند شپې ورځې تيروي. د پر له پسې کلونو وچکالي، د دغه ولایت څړځایونه او دښتې زیانمنې کړي دي.

د بادغيس ولایت د سنګ آتش کلي یو مشر، ۵۳ کلن عبدالغني، خپل د ماشومتوب وخت کیسې کوي، کله چې بادغیس ډيرې واورې کیدې. هغه اسوشتید پریس ته وويل: «زما د ماشومتوب وخت په یاد دی... دلته به په ژمي کې پریمانه واورې کيدې او پسرلي کې به ډير بارانونه کیدل.»

د اوبو سخت کمښت

دغه قومي مشر زیاتوي: «خو له څو کلونو راهيسي دلته وچکالي ده، واوره نه کیږي او ډیر لږ باران وريږي. ځینې وخت خو حتی د دې امکان هم نه وي چې له نلونو څخه د استفادې له پاره یوه کاسه اوبه راواخلو.»

هغه وايي د سرې میاشتې ټولنې پرهغو کروندګرو باندې چې ځمکو يې په بشپړه توګه حاصلات نه دې ورکړي، د خوراکي موادو او ژمنيو توکو عاجلې مرستې ويشلي دي.

Afghanistan Kinderehe
د بادغیس په مرکز قلعه نو کې د بيځايه شويو کورنيو یو کمپانځور: HOSHANG HASHIMI/AFP

په افغانستان کې په دوهم پرلپسې کال شدیدې وچکالۍ سره وضعیت نور هم ناهیلې کوونکی بريښي. افغانستان چې څلور لسیزو جګړو هم ځپلی، د وچکالۍ ترڅنګ په حاضر وخت د کرونا وبا او موجوده سخت اقتصادي بحران سره هم لاس او ګریوان دی. د روان کال په اګست میاشت کې له دغه هیواده د امریکا او ناټو ځواکونو په وتلو او د طالبانو په راتلو سره اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابيږي، بیکاري ډېره شوې او په دغې لنډه موده کې په لسونو زره افغانان له هیواده وتلي او لا هم د وتلو په حال کې دي.

افغانستان پر بهرنيو مرستو متکي هیواد دی او شاوخوا ۳۸ میلیونه نفوس يې نه شي کولی په خپله ځانونه تغذیه کړي. له همدې کبله مرستندوي سازمانونو په کراتو په دغه هیواد کې د سختې لوږې او د بشري وضعیت له لا شدید کیدو څخه خبرداری ورکړی دی.

عاجلې مرستې

د افغانستان په لویديځو برخو کې د سرې میاشتې ادارې مسئول مصطفي نبي خیل وايي چې دوی د سنګ آتش سیمې له ۵۵۸ کورنیو سره د خوراکي موادو مرستې کړي چې په هغو کې اوړه، وريجې، لوبيا، غوړي، بوره، مالګه، چای او د لوړې کالورۍ او ويتامینونو درلودونکي بسکويټونه شامل دي.

نبي خيل وويل چې د بادغیس کروندګر د افغانستان د نورو سیمو په پرتله ډير زیانمنونکي دي، علت يې په دغه ولایت کې د اوبو لګونې ضعیف سیستم دی چې د کروندګر دغه مهمه اړتیا له ورښتونو سره تړلې ده.

هغه وايي: «که ورښتونه وشي، دوی به خواړه ولري، که ورښت نه وي، نه. د دوی ناامیدي پر ځای ده.»

«موږ باید مړه شوو»

Afghanistan Humanitäre Hilfe aus Deutschland ARCHIVBILD 2005
د افغانستان په لويديځو سیمو کې د سرې میاشتې اداره وايي چې اړمنو کورنیو سره ېې عاجلې مرسته کړې - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo

قومي مشر عبدالغني دغه وضعیت سخت ناهيلی کونکی بولي. هغه وايي: «د حل هيڅ لاره نشته، موږ کاملا له منځه تللي يوو. موږ نه شو کولی چیرته ولاړ شوو، لکه یو بهرني هیواد ته. موږ پيسې نه لرو، موږ هيڅ نه لرو. په نهایت کې موږ باید خپل قبرونه وکیندو او مړه شوو.»

په افغانستان کې د نړیوال سره صليب فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې مشر نیسفار امګهندي وايي چې د افغانستان د شا او خوا ۲۲ اعشاريه ۸ میلیونه نفوس په تړاو د خوراکي موادو د شدید کمښت انديښنه موجوده ده. دغه شمیر د افغانستان د ټول نفوس له نيمايي څخه ډیره یعنې څه باندې ۵۵ سلنه برخه تشکيلوي.

امګندي وايي چې د افغانستان څه باندې ۶۰ سلنه ولایتونه له شدیدې وچکالۍ څخه متاثر شوي دي. د هغه په وینا «داسې هيڅ ولایت نشته چې اغیزمن شوی نه وي، ځکه ځينې يې له شديدې او ځينې له متوسطې وچکالۍ سره مخ دي.»

په پور ژوند تیرول

۴۵ کلن جمعه ګل د بيځایه شویو کسانو له ډلې يو دی. هغه د خپلې میرمنې او نهو ماشومانو سره د بادغیس مرکز قلعه نو ښار ته څيرمه د سرې مياشتې يو سیار کلینک ته راغلی او د ګڼو نورو کسانو سره په کتار کې ناست دی. جمعه ګل وايي: «موږ هيڅ شی نه لرو.» د هغه میرمن وويل کار نه پیدا کيږي. وايي چې خپل ژوند د دوکاندارانو څخه په پور تیروي. خو زیاتوي چې دوکانداران هم مشکلات لري.

هغې وويل: «کله ډوډۍ پیدا کوو او کله نه. موږ یوازې وچه ډوډۍ له شین چای سره خورو. موږ نه شو کولی اوړه او یا وريجې واخلو، دا شیان بيخي ګران دي.»

Afghanistan Kamar Kalagh Dorf leidet unter Dürre
په بادغیس بزګران وايي په دغه ولایت کې د پخوا په څير واورې او ورښتونه نشته چې له امله له ستونزو سره مخ ديانځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

عبدالحکیم یو بل بزګر دی چې قلعه نو ښار ته څیرمه په یوه کلي کې اوسیږي. هغه وايي چې خپله ۱۸ کسیزه کورنۍ به یې د خپلې ځمکې پر حاصلاتو چلوله، خو وايي چې اوس هيڅ هم نشته. عبدالحکیم وايي: «باران نشته، وچکالي ده.» هغه وايي د ده په ګډون اکثرو کلیوالو خپل زامن ایران ته لیږلي. عبدالحکیم خپل درې زامن ایران ته لیږلي او اوس پر دې فکر کوي چې خپل څلورم زوی يې هم واستوي، خو دغه زوی يې یوازې ۱۲ کاله عمر لري. بزګر عبدالحکیم وايي د خپلې کورنۍ د ژوندۍ ساتلو له پاره يوازینۍ لار همدا ده چې زامن يې ایران ته ولیږي. هغه زیاتوي چې ځينې خلکو حتی خپل ماشومان پریښودل او لاړل.

په افغانستان کې د وچکالۍ د ادامې خطر

دا په داسې حال کې ده چې اقلیم پيژندونکي وړاندوينه کوي چې په افغانستان کې به وچکالۍ لا هم سخته او اوږده شي. په افغانستان کې موجوده وچکالۍ د لسيزو په جریان کې تر ټولو سخته وچکالي ښودل شوې او د چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا به د کلونو له پاره ادامه ولري.

د اوبو د زیرمو متخصص او د شتوتګارت پوهنتون ته پي اچ دي نوماند، عاصم مایار وايي چې په افغانستان کې وچکالي د شلمې پيړۍ په پرتله دوه برابره شوې ده. هغه وايي پخواني حکومت د وچکالۍ خطر د اداره کولو یوه ستراتيژي جوړه کړې وه، خو د اګست میاشتې سیاسي تحول سره هر څه په ټپه ودردیدل.

بادغیس له پاره د اوبو پروژو ژمنې

Afghanistan Kamar Kalagh Dorf leidet unter Dürre
اقلیم پيژندونکي د افغانستان اوسنۍ وچکالي د تیرو لسيزو سخته وچکالي ښيي، وړاندوینه کوي چې نور به هم سخته او اوږده شيانځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

د افغانستان د اوبو مرستيال وزیر مجیب الرحمن عمر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې حکومت د وچکالۍ د مدیریت له پاره يوه پاليسي لري چې په هغې کې په بادغیس ولایت کې د اوبو د کانالونو، بندونو او د اوبو کوچني بندونه او په ځينو حالاتو کې د موقتي بندونو پروژې شاملې دي.

په بادغیس کې د طالبانو د والي مرستیال د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری، محب الله اسد دی چې د خلکو له ستونزو تر ډيره بریده واقف دی. هغه د ولایت په مقام کې اسوشتید پریس ته وويل: «وچکالي په ټول افغانستان کې موجوده ده، خو په بادغیس کې يې خپل سخت منفي اثرات لرلي دي.» دغه آژانس ليکي چې د مرکې پر مهال د اسد اطرافو ته د طالبانو جنګیالي ولاړ ول.

«حکومت بودجه نلري»

د بادغیس مرستیال والي وايي چې د طالبانو حکومت په خپله بودجه نه لري چې دغو سختو حالاتو سره مقابله وکړي، اما ستونزو ته د رسیدګۍ په خاطر يې په پر له پسې توګه له خیريه سازمانونو سره خبرې کړي دي. هغه ادعا وکړه چې موجوده ستونزې د پخواني حکومت څخه ورپاتې دي.

د اوبو د زیرمو متخصص، عاصم مایار په دې باور دی چې په افغانستان کې د وچکالۍ د بدو اثراتو د کمولو له پاره بشري پانګونه باید د اوبو پر کوچنیو او متوسطو بندونو باندې متمرکزه وي.