1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ناټو د افغانستان د ټاکنو د امنیت په برخه کې مرسته کولی شي»

۱۳۹۷ اردیبهشت ۷, جمعه

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، ویلي چې د دې سازمان ځواکونه کولی شي د افغانستان د ټاکنو د امنیت نیولو په برخه کې مرسته وکړي. ناټو له افغانستان څخه درې کاله وړاندې خپل ډیر شمیر جنګي ځواکونه ایستلي وو.

https://p.dw.com/p/2wnlE
MSC 2018 Jens Stoltenberg
انځور: picture-alliance/AA/abaca/A. Gerbert

وروسته له هغې چې په پلازمینه کابل کې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې پر یوه مرکز باندې برید ۶۰ کسان ووژل او په سلهاوو نور یې ټپیان کړل، د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د امنیت ټینګولو په اړه بحثونه لا پسې تاوده شوي دي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د روان کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

تر دې برید څو ورځې وروسته د ناټو عمومي مشر ینس ستولتنبرګ، وویل چې د ناټو سازمان ځواکونه کولی شي چې په «محدود» شکل سره د افغانستان د ټاکنو د امنیت نیولو په برخه کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو چې مشري یې د امریکا متحده ایالاتو پر غاړه لري، د ۲۰۱۴م کال په پای کې د دې هیواد امنیتي مسوولیتونه پخپله افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل. افغان لوری ته د امنیتي چارو د سپارلو سربیره هم په دې هیواد کې د ناټو سازمان شاوخوا ۱۳ زره سرتیري د افغان ځواکونو د ملاتړ او مشورې په موخه په دې هیواد کې پاتې دي.

Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ڼاتو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې یوه شپه وړاندې، ستولتنبرګ خبریالانو ته وویل: «موږ افغان امنیتي ځواکونو ته د زده کړې د امکاناتو، مشورې او مالي ملاتړ په وړاندې کولو سره له هغوی ملاتړ کوو. د ټاکنو د امنیت ټینګولو له پاره دغه څه زموږ د مرستو اصلي برخه تشکیلوي.»

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې پر دې هر څه سربیره هم هغه په دې برخه کې د ناټو ځواکونو محدود رول په نظر کې لري.

له هغې مودې راهیسې چې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولې، طالبان بیا غښتلي شوي دي. د همدا تیرې چهارشنبې په ورځ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د «خندق» په نوم د خپلو پسرلینو عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ.

طالبانو ویلي چې د دوی دغه عملیات تر یوه حده پورې د افغانستان په هکله د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ جنګي ستراتیژۍ ته ځواب دی. د تیر کال په اګست میاشت کې د امریکا له لوري د افغانستان له پاره په نوي جنګي ستراتیژۍ کې امریکايي ځواکونو ته لا ډیر اختیار ورکړل شوی ترڅو ترهګر تعقیب کړي.

په عین حال کې ناټو هم غواړي چې  د افغان امنیتي ځواکونو د مشورې، روزنې او ملاتړ په موخه افغانستان ته ۳۰۰۰ نور اضافي سرتیري واستوي. د ناټو عمومي مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز وویل چې ناټو سازمان به د افغانستان په هکله د تل په شان ژمن پاتې شي. نوموړي زیاته کړه: «طالبان باید وپوهیږي چې دوی هڅکله هم نه شي کولی چې د جګړې په ډګر کې بریالي شي.»

Belgien NATO - Stoltenberg zu den Militärschlag auf Syrien
انځور: Reuters/Y. Herman

ستولتنبرګ همدا راز وویل چې موږ به د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ هڅو ته ادامه ورکړو او غواړ چې د سولې د خبرو او د سوله ایز حل له پاره طالبانو ته لازم شرایط برابر کړو.

پر دې ټولو سربیره داسې ښکاري چې طالبانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې وړاندیز ته منفي ځواب ویلی دی. نوموړي د روان کال په فبروري میاشت کې طالبانو ته د یو لړ اسانه شرایطو له وړاندې کولو سره د سولې د خبرو وړاندیز وکړ.

که څه هم د ولسمشر غني حکومت له څو اړخونو تر فشار لاندې دی، خو بیا هم حکومت د پارلماني ټاکنو له پاره چمتوالی نیسي. له بل پلوه د افغانستان امنیتي ځواکونه هم هڅه کوي چې د جګړې په میدان کې پر طالبان کامیابي ترلاسه کړي او د ملکي تلفاتو مخه ونیسي. په ورته وخت کې د ناټو سازمان یوه چارواکي ویلي چې د ناټو سازمان غړي هیوادونه اوس د  افغانستان د ټاکنو پر مهال د امنیت د ټینګولو په برخه کې د مرستو په لټه کې دي.

زموږ له آرشیف څخه: