«څه د پاسه ۴۰۰ زره افغانان بيرته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي»
۱۳۹۹ مرداد ۸, چهارشنبهد مهاجرو نړيوال سازمان « آي او ام» په راپور کي راغلي دي چي د دغو بيرته ستانه سوو مهاجرو لويه برخه له کرونا څخه سخت زيانمن سوي همسايه هيواد ايران څخه ده.
د نوموړي سازمان د ارقامو له مخي، د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت ويلي دي چي له ايران څخه ۴۰۴ زره ۸۶۸ کسان، له پاکستان څخه ۱۹۳۳کسان او له ايران څخه بيا ۱۲۵ زره کسان جبري ايستل سوي او نور يې پخپله خوښه راغلي دي. ډير افغانان په مارچ مياشت کي بيرته خپل ټاټوبي ته ستانه سوي دي.
دا يوازي هغه افغانان دي چي د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې له خوا يې نومونه په رسمي ډول د مهاجرو په توګه نه دي ثبت سوي. يعني د پاتيدو قانوني ويزه نه لري.
آلمان بيا د کرونا پانديمي ته په کتو سره، افغانستان ته د ډله ايزو مهاجرو بيرته ستنيدل په مؤقتي ډول په ټپه درولي دي.
ډير افغانان په تيره بيا د يوه کار د پيدا کولو له پره همسايه هيوادونو ته ځي او په منظم ډول بيرته خپل هيواد ته ستنيږي. له سرحد څخه د هغوی د بيرته ستنيدو هره پيښه په احصاييوي ډول ثبتيږي.
ګاونډيو هيوادونو ته د ډيرو افغانانو د ورتګ علت، په هيواد کي دننه ناامني، کمزوری اقتصاد او بيکاري په ګوته سوي. خو په ايران کي هم په تيرو کلونو کي اقتصاد ډير خراب سوی دی چي له امله يې ډير افغانان بيرته خپل ټاټوبي ته ستنيدو ته مجبوره سوي دي.