په ايران کې په قانوني توگه د افغانانو د اوسيدو په اړه هوکړه
۱۳۹۹ تیر ۲, دوشنبهد افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه (د جون ۲۲ نیټه) د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې ايران ته د بهرنيو چارو د سرپرست وزير محمد حنيف اتمر د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ايران کې د ميشتو افغانانو د مصئونيت، ښه ژوند او بشري حقونو د رعايتولو په اړه توافق شوی دی. پر دې سربیره په ايران کې د افغانانو په تړاو د دوو وروستيو پېښو په اړه هم د څېړنو پر دوام ټينگار شوی.
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس محمد حنيف اتمر ايران ته د خپل سفر پر وخت د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف او د دغه هېواد د ملي امنيت د عالي شورا له منشي علي شمخاني سره هم ليدلي دي.
په ایران کې د افغانستان د اتباعو مصونيت او د افغانانو په تړاو د وروستيو پېښو جدي تعقيب د نوموړي د سفر مهم هدفونه بلل شوي دي.
په دې وروستيو کې د ايران او افغانستان پر سرحد سيند ته د افغانانو د اچولو د ادعاو او په يزد ولايت کې د موټر د اور اخيستو د پېښې په اړه چې افغانان پکې سپاره ول، سختې انديښنې رامنځته شوې وې.
په افغانستان او د نړۍ په يو شمیر سترو ښارونو کې د دې پېښو په اړه احتجاجي مظاهرې ترسره شوې او د «لږ اوبه راکړه چې وسوځيدم» په نوم کمپاينونه پيل شول.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په دې وروستۍ کتنه کې ايران او افغانستان دواړو د يزد د پېښې د قربانيانو د جسدونو او ټپيانو په باعزته توگه افغانستان ته پر انتقال توافق کړی دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحد د امنيت د پياوړي کولو، د انسانانو په قاچاق کې د لاس درلودونکو پر ضد پر گډه مبارزه او د غير قانوني تگ راتگ د مخنيوي په موخه توافق رامنځته شوی دی.
هره ورځ يو شمیر افغان کارکوونکي د کار او ښه ژوند په لټه ايران ته د تللو هڅه کوي. په همدې ارتباط د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د افغانستان پلاوي او ایران توافق کړی چې په ایران کې د افغان کارگرانو د استخدام په اړه به مذاکراتو ته دوام ورکړي.
ايران له څوو لسیزو راهيسې د زرونو افغان کډوالو کوربه دی. دواړو خواو پر دې هم توافق کړی چې په ايران کې د افغانستان د وگړو د اوسيدو د قانوني کولو پر کار چې په هغه کې د اقامې د کارت تمديد، د هويت ثبتول، د تذکرې توزیع او د پاسپورتونو ورکړه شامله ده، لاس پورې شي.