1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د کرونا دویمه څپه په هرات کي د خپریدو په حال کي ده

۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبه

د هرات چارواکي وايي چي له ايران څخه د را ايستل شوو افغان کډوالو ځيني يې د ناروغيو له کبله روغتون ته انتقاليږي. هره ورځ په سونو افغان کډوال له ايران خڅه افغانستان ته رالېږل کيږي. په هرات کي د کرونا د دوهمي څپې بيره شته.

https://p.dw.com/p/3fh4V
Afghanistan Rückkehrer aus dem Iran
انځور: DW/A. Mutmaeen

د هرات د کډوالو او بیرته راستنیدونکو ریاست مسؤولین وايي دا مهال د ورځي د ۳۰۰ تر ۵۰۰ پورې افغان کډوال د ایران حکومت لخوا د اسلام کلا بندر له لاري په زوره را ایستل کیږې.

عبدالرشید د افغانستان د فاریاب ولایت اوسیدونکی دی چې تیره ورځ د ایران هیواد له مشهد ښار څخه هرات ته را اړول شوې دی وايي چي په ایران په خاص ډول مشهد ښار کي د کرونا دویمه څپه په بیړني ډول خپره شوې اوس د ایران حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تیزه کړي او هر چیرته چي افغان کډوال د پولیسو په لاس ورشې بې له کومې پوښتني او دلیل یې د خپل هیواد څخه را باسي.

«ایران تر ډیره په اوسني کړکیچن کروناېې وضعیت کي د کډوالو نړیوالو اصولو ته ژمنتیا نه لري نو ځکه خو په زوره افغان کډوال را باسي.»

بله خوا حامد مسلم چې د ایران هیواد له قم ښار څخه را ایستل شوې وايي، د کورنۍ یو شمیر غړي یې هلته پاتې دي له دې سره سره چې د کډوالۍ کارت یې لاره، خو بیا هم د ایراني پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته د اسلام کلا له لاري هرات ته را ایستل شوې.

د هرات د کډوالو رئیس احمد جاوید نادیم وايي چې یوه میاشت کیږې چې په ورځني ډول له ایران څخه تر ۵۰۰ پوري کډوال په زوره د اسلام کلا له لاري را ایستل کیږې چې تیرې مخکنۍ یوې میاشتي ته په کتو دا شمیره زیاته شوې.

بله خوا د هرات د عامې روغتیا ویاند ډاکتر محمد رفیق شیرزی وايي چې دوی په دې خبر دي چې په ایران کي د کرونا دویم پړاو پیل شوی او په دا رنګه وضعیت کي د افغان کډوالو ایستل هغه هم په زوره دا خطر څو برابره زیاتوي چي ممکن بیا په هرات کي د کرونا پیښي زیاتي شې.

ډاکتر شیرزی وايي، هره ورځ تر پنځوسو پوري داسي کسان چې له ايران څخه بيرته خپل هيواد ته اخراج شوي دي او مشکوک ناروغ دي د هرات د کرونا ۱۰۰ بستریز روغتون ته انتقاليږي.

Afghanistan Rückkehrer aus dem Iran
انځور: DW/A. Mutmaeen

د هرات د عامې روغتیا ویاند وايي، موږ مکلفیت لرو چي د اسلام کلا په سرحدي بندر کي د راتلونکو افغان کډوالو د کرونا ټیست وکړو هغه څه چي راغلې کډول وايي هیڅ راز خدمات نه ورته وړاندي کیږې او ډیر وخت په یاده سیمه کي ډاکتران او صحي توکي هم موجود نه دي.

د چارو کارپوه ډاکترغلام فاروق بارکزی چې دامهال د هرات د شیداېې د کرونا په سل بستریز روغتون کي د کرونا د ناروغانو په درملنه بوخت دی وايي، اکثره کسان چي روغتون ته وړل کیږې یا له ایران څخه راغلې او یا یې لږ ترلږه د هغه کسانو سره ناسته ولاړه وه چې په یو ډول یې اړیکي له ايران څخه راغلو کسانو سره وي او بیا دلته د یو شخص څخه بل ته کرونا رسیدلې.

د ډاکتر بارکزي په خبره تر ډیره په خپله هرات کي د کرونا د ناروغانو د ټیسټ امکانات د کمښت سره مخ دي نو څرنګه به ممکنه وي چي په ورځني ډول له ایران څخه د راتلونکو سلګونو افغان کډوالو ټیست دي وشي.

ډاکتر بارکزی وايي، بله موضوع دا ده چي زموږ د ټیست نتیجه ځیني وخت څو ورځي نه ترلاسه کیږې او یا هم د خلګو ټیست په نوبتي ډول اخیستل کیږې نو ځکه خو دا کډوال موږ په هرات کي نشو ساتلی ټول یې نورو ولایتونو یا هم خپلو کورنیو ته ځي نو ځکه ویره شته چي د کرونا دویمه څپه په ټول افغانستان کي خپره شي.

د ویلو ده چې په هرات ولایت کي دا مهال د کرونا د کنټرول هیڅ تدابیر هم نشته د ښار په  ځینو مسجدونو کي د مړو شوو کسانو فاتحې اخیستل کیږې، هټي خلاصي دي یوشمیر د ودونو هوټلونه خلاص دي په ښار کي ښه پریمانه ګڼه ګوڼه موجوده ده ځوانان کلپونو ته ځي راځي او په ټولیز ډول د کرونا د مثبتو پیښو د ثبت سره سره نه حکومت په دې برخه کي د دو میاشتو مخکي تدابیر لري او نه هم خلګ صحي مواردو ته پاملرنه کوي.

عتیق الله مطمئن