رپوټ: له خيبر پښتونخوا څخه د افغان کډوالو اخراج ته چمتووالی
۱۴۰۵ تیر ۱۹, جمعه
د پاکستان ايکسپريس تريبیون ورځپاڼې د جمعې په ورځ خبر ورکړی دی چې سيمه ایز حکومت او پوليسو په پېښور ښار کې د هغو افغانانو د نيولو او اخراجولو د عملياتو د پيل له پاره چمتووالی بشپړ کړی دی چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د روان کال د جون میاشتې پر ۲۸مه نيټه يوه اعلاميه خپره کړې وه او په هغې کې یې ويلي ويل چې د جولای له لسمې نیټې وروسته به بې مدرکه افغان مهاجر نيول کيږي او اخراجيږي.
د پاکستان د حکومت د همدې پروګرام پر اساس قانون پلي کوونکې بنسټونو د افغان اتباعو جامع نوملړونه چمتو کړي دي. د ايکسپريس تريبيون انټرنټ پاڼې د رپوټ په حواله د پېښور پولیسو د بې مدرکه افغان اتباعو په اړه دقیق معلومات نهايي کړي او نيولو او اخراج د پروګرام د عملي کولو له پاره یې د پاکستان له فدرالي پوليسو څخه د همکارۍ غوښتنه شوې.
اړونده موضوع: په پاکستان کې د منل کېدو ژمنې لرونکو لسګونو افغانانو انتظار
په پام کې ده چې د افغانانو د نیولو او اخراج عمليات د پوليو د واکسيناسيون د کمپاين پای ته د رسېدو وروسته پیل شي.
د دې رپوټ پر اساس به په لومړي پړاو کې د پېښور په ښاري او کليوالي سيمو کې مېشتې کورنۍ د ناصر باغ د ترانزيت مرکز ته انتقاليږي او د نوم ليکنې د بهير تر بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ليږدول کيږي.
د پوليسو چارواکي ټينګار کړی دی چې د افغان اتباعو د بیرته ستنولو بهیر به «په درناوي» او د خیبر پښتونخوا د سيمه ایز حکومت د پروګرام پر اساس ترسره شي.
پوليسو په عين حال کې خبرداری ورکړی دی چې د ستونزو رامنځته کولو له هرې هڅې او هر ډول تاوتريخجن ګام سره به جدي چلند کيږي.
افغانستان ته د «اجباري» ستنولو ډېرېدل
په ورته وخت کې د طالبانو ادارې هم ويلي دي چې له پاکستان څخه د اخراجونو بهير زور اخیستی دی.
د طالبانو ادارې له خوا د نشر شويو شمیرو پر اساس په تېرو دريو ورځو کې تر ۸ زرو ډېر افغان مهاجر د تورخم او سپين بولدک له لارو افغانستان ته اخراج شوي دي.
اړونده موضوع: رپوټ: پاکستان له افغانانو سره ناوړه چلند ډېر کړی دی
د مهاجرو ستونزو ته د رسېدګۍ د طالبانو کمېسيون د جمعې په ورځ د يوې اعلاميې په ترڅ کې وويل چې يوازې د پنجشنبې په ورځ شا او خوا ۳ زره افغانان بيرته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کمېسيون په اعلاميه کې راغلي دي چې راستنېدونکي افغانستان ته له رسېدو سره سم ځينو خدماتو ته چې د حمل او نقل او روغتيايي خدمات پکې شامل دي، لاس رسی پيدا کوي.
د ملګرو ملتونو خبرداری
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميسار ويلي دی چې نړيواله ټولنه بايد له ایران او پاکستان څخه د بیرته ستنو شويو افغانانو څخه ملاتړ وکړي که نه نو د افراطیت د پراخېدو او امنیتي ګواښونو خطر به زیات شي.
دې سازمان وړاندوينه کړې ده چې سږ کال به دوه ميليون نور افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.
دغه کسان داسې هېواد ته ستنېږي چې د څو لسیزو جګړو ویجاړ کړی او لا هم له بشري ناورین سره مخ دی، داسې يو هیواد چې له ۱۷ میلیونو څخه ډېر کسان پکې بېړنیو مرستو اړتیا لري.