1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ د پخوانۍ ملي اردو د سرتېرې پټ او ستونزمن ژوند

خدای نور ناصر
۱۴۰۴ مهر ۶, یکشنبه

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو یوه سرتېرې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په پاکستان کې پټ ژوند کوي او د خپلې کورنۍ لپاره د جامو ګنډلو له لارې نفقه پيدا کوي. دغه مخکينۍ سرتېرې وايي، ژوند یې اوس لا ځکه سخت شوی، چې د پاکستاني پولیسو د نیولو له وېرې له خپله کوره وتلی نه شي. زموږ همکار خدای نور ناصر ورسره خبري کړې دي او دا رپوټ یې رالېږلی دی. 

https://p.dw.com/p/51C5F
خدای نور ناصر خدای نور ناصر په پاکستان کې د دويچه ويله خبريال دی.