1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«روسېې ته د ایراني ډرون په استولو د اوکراين جګړه اوږديږي»

۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر په خپله تازه وينا کې له روسېې سره د ایران تسليحاتي مرستو ته په اشاره وويل چې په دغه کار سره د اوکراين جګړه لا اوږديږي او د نړېوالې سولې پر وړاندې ګواښونه نور هم شديد کيږي.

https://p.dw.com/p/4J9Ks
د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زېلنسکي
د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زېلنسکيانځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زيلنسکي، د يکشنبې په ماښام (د ۲۰۲۲م کال د نومبر ۶مه) په خپله تازه ويډيو کې روسېې ته په پراخه کچه د ایراني تسلیحاتو پر لیږد شدیده نيوکه وکړه او وې ويل: «ایران د روسېې تروريستي رژيم څخه په ملاتړ، د جګړې اوږدېدو او په نتيجه کې ېې نړۍ ته ګواښ کې مرسته کوي.»

هغه ټينګار وکړ چې سولې ته رسېدل او د خوراکي موادو او انرژۍ له بحران څخه د نړۍ ژغورل، د اوکراين په جګړه کې د ایران له دخالت پرته ډير نژدې دی.

ایران د لومړي ځل له پاره ومنله چې روسيې ته يې ډرون ورکړي

زيلنسکي همدارنګه ایران ته خبرداری ورکړ: «هر څوک چې دغې جګړې ته د ادامې د ورکړې له پاره له روسېې سره مرسته کوي، باید عواقبو ته ېې منتظر وي.» ایران منلې ده چې روسېې ته ېې ډرون يا بې پيلوټه الوتکې ورکړي، خو وايي چې دوی روسېې ته په لږ شمیر کې دغه ډول الوتکې ورکړي، هغه هم د اوکراين جګړې د پېلدو ترمخه.

د ایران د بهرنيو چارو وزير، حسین امیر عبداللهیان، د شنبې په ورځ (د نومبر۶مه) په یو خبري کنفرانس کې روسېې ته د ایراني ډرون او توغنديو د لیږد په اړه وويل: «د توغنديو په هکله څرګندونې کاملا ناسمې دي، اما د ډرون په هکله درستې دي. موږ څو میاشتې مخکې په کم شمیر کې ډرون د اوکراين جګړې له پيل څخه دمخه روسېې ته ورکړې وې.»

روسیې ته د ایراني راکټونو د ورکولو په اړه خبرداری

ایران «دروغ وايي»

خو زيلنسکي بیا تهران په دروغ ویلو تورنوي. روسېې د ایران ساخت ډرون څخه په استفادې، د اوکراين په مختلفو ښارونو کې درانه ځاني تلفات او مالي زیانونه اړولي دي. زيلنسکي وويل چې روسيه «د اوکراین پر زيربناوو باندې د نوو حملو له پاره د ځواکونو او منابعو د راټولولو په حال کې ده.» د هغه په خبره دا وخت نژدې ۴نيم ميلیونه اوکراينينان د برق قطع کېدو له کبله کړيږي. زيلنسکي ټينګار وکړ چې اوکراین د یو مناسب ځواب له پاره خپل چمتووالی نیسي.

د ایراني ډرون په هکله له ملګرو ملتونو څخه د څيړنو غوښتنه شوې

روسېې د اوکراین پر زيربناوو بمباريو سره دغه هیواد له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. په پلازمېنه کيف کې خلک د ساعتونو له پاره برېښنا نه لري. د نړیوالو بشردوستانه قوانینو پر اساس، په جنګي شرایطو کې د ملکيانو د ژوند ساتنه او د اساسي زيربناو، لکه د اوبو تامين او د برېښنايي تاسیسات د امنیت له پاره باید ټول لازم اقدامات ترسره شي.

ايرانۍ ډرون په اوکراینيانو کې د ېوې نوې جګړې بېره خپره کړې

ایران دا وخت دننه په هیواد کې د اعتراض کونکو د سرکوبه کولو او روسېې ته د وسلو د ليږلو له پاره په نړیواله سطحه تر فشار لاندې نېول شوی دی. په دې منځ کې اروپايي ټولنې ایران باندې د تحريمونو ډيرولو موضوع ته په خپلو کاري برنامو کې ځای ورکړی دی.

دويچه ویله ف/م.ک.ص./ب.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل