1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران د لومړي ځل له پاره ومنله چې روسيې ته يې ډرون ورکړي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د ایران د بهرنيو چارو وزير د شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره اعتراف وکړ چې هیواد يې روسيې ته ډرون ورکړي، خو زياته کړه چې دغه الوتکې په اوکراين کې د روسيې تر جګړې څو مياشتې مخکې انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/4J6eo
د ایران ساخت ډرون - د آرشیف انځور
د ایران ساخت ډرون - د آرشیف انځورانځور: Iranian Army Office/ZUMA/IMAGO

د ایران د بهرنيو چارو وزير، حسين امیر عبداللهیان دغه څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې ایران د میاشتو راهيسې روسيې ته د وسلو د لیږد په تړاو ګډوډ پيغامونه ورکړي، په داسې حال کې چې د رپوټونو مطابق روسيې په اوکراين کې د جنګي ډرون الوتکو په کارولو سره د انرژۍ زیربناوې او ملکيان په نخښه کړي دي.

د اسوشتید پريس په حواله، امیر عبداللهیان په تهران کې تر يوې غونډې وروسته خبریالانو ته وويل: «موږ په یو محدود شمیر کې ډرون د اوکراین له جګړې څو میاشتې مخکې روسيې ته ورکړې وې.»

امریکا: ايراني روزونکي عملاً له روسي ځواکونو سره مرسته کوي

ایران په پر له پسې توګه د اوکراين په جګړه کې روسيې ته د وسلو ورکولو موضوع رد کړې ده. د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران استازي، امیر سعيد عرفاني، همدا روانه اوونۍ دغه ډول ادعاوې په «بشپړه توګه بې بنسټه» وبللې او په جګړه کې يې د ایران د بې طرفۍ پر موقف ټينګار وکړ.

ايرانۍ ډرون په اوکراینيانو کې د ېوې نوې جګړې بېره خپره کړې

د امنیت په شورا کې امریکا متحده ایالاتو او د هغه غربي متحدينو د ملګرو ملتونو پر عمومي منشي، انتونيو ګوتریش، د تحقیقاتو د ترسره کولو غږ وکړ که چېرته روسېې په اوکراین کې پر ملکيانو بریدونو کې د ایران ساخت ډرون الوتکې کارولي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران سپاه پاسدارن بیا د ایران ساخت ډرون باندې ویاړ کړی چې نن ورځ د نړۍ ټولو زبرځواکونو ته ډرون الوتکې چمتو کوي.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان
د ایران د بهرنيو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیانانځور: Maxim Shemetov/AP Photo/picture alliance

کيف تر دې مخکې په کراتو دا تور لګولی چې روسيه په اوکراین کې د اهدافو په نخښه کولو کې له ایراني ډرون کاروي، ایران دغه ادعاوې رد کړي او روسېې هم ويلي دي چې ځواکونه ېې د اوکراين په جګړه کې ایراني ډرون نه کاروي.

روسیې ته د ایراني راکټونو د ورکولو په اړه خبرداری

د ایران مذهبي مشر، آیت الله خامنه يي، د ډرون الوتکو موثره فعاليت ستايلی او د دغو بې پيلوټه الوتکو د خطر په هکله د لويديځ تاسف او نيوکه يې مسخره یا له امکانه لرې ګڼلې ده.

په ایران کې د جمعې په ورځ د حکومت په ملاتړ د پراخو لاریونونو پر مهال هم د مثلث شکله ډرون الوتکو پلاکاټونه د ملی غرور د نخښې په توګه ليږدول کېدل. ایران کې دغه مراسم په ۱۹۷۹ کال کې د امريکا متحده ايالاتو د سفارت د نيولو په ویاړ جوړ شوي ول.

د ایران د بهرنيو چارو وزیر تر څنګ د دې چې د شنبې په ورځ ېې مسکو ته د ډرون الوتکو ورکړه تائيد کړه، دا هم وويل چې ایران د اوکراين په جګړه کې د خپلو ډرون الوتکو له استفادې څخه بې خبره وو. امیر عبداللهیان ټينګار وکړ چې ایران د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دی.

تهران له م.م. څخه د ایران خلاف د آلمان، فرانسې او بريتانیا غوښتنه په کلکه غندلې

هغه زیاته کړه: «که (اوکراین) کوم اسناد په اختیار کې لري چې روسيه په اوکراین کې د ایران ساخت ډرون کاروي، نو دوی يې باید زموږ ته په اختیار کې راکړي.» امیر عبداللهیان دا هم وويل چې «که موږ ته ثابته شي چې روسيه د اوکراین پر ضد جګړه کې ايرانۍ ډرون کاروي، په هغه صورت کې به موږ د دغې موضوع په هکله بې تفاوته پاتې نه شو.»

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب