روسیې د شپې له خوا پر کیف «پراخ» بریدونه کړي
۱۴۰۴ آبان ۲۳, جمعه
د اوکراین پلازمېنه کیف د جمعې پر سهار د روسیې له پراخو او سختو هوايي بریدونو سره مخ شو. دغو بریدونو کې تر دې دمه د یوه کس د وژل کېدو او له شلو د ډېرو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی. ویل شوي، چې په ټول ښار کې د استوګنې نیږدې ټولې ودانۍ زیانمنې شوي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکوف وویل، چې «د دښمن د لوی برید» د دفاع له پاره د دافعهوا ټول واحدونه فعال شوي؛ خو «د تودوخې سیستم ځینې برخې زیانمنې شوي.»
هغه خبرداری ورکړی، چې د دغو بریدونو له امله ښايي د برېښنا او اوبو جریان ځنډنی شي. د کیف ښار د نظامي ادارې مشر تیمور تکاچنکوف وویل:«روسان اوس دا مهال د استوګنې پر ودانیو بریدونه کوي. په ټول کیف کې لوړې او دنګې ودانۍ لیدل کېږي، چې زیانمنې شوي.»
د کیف والي ویلی، چې ډرون او توغندیزو بریدونو کې له ښاره بهر یو کس ژوبل شوی او څو ځایه اور هم لګېدلی دی. د هغه په وینا، په بیلاتسرکفا ښار کې یو ۵۵ کلن سړی سوځېدلی، چې اوس په روغتون کې بستر دی.
د روسیې پر نووروسیسک بندر د اوکراین برید
ځايي چارواکیو منلې، چې د جمعې پر سهار د روسیې پر نووروسیسک بندر د اوکراین ډرون برید پر مهال توره بحیره کې یوه کښتۍ، څو اپارتمانونه او د تېلو یوه ذخیره زیانمن شوي دي.
د روسیې په سویل کې د کراسنودار عملیاتي مرکز خبر ورکړ، چې د کښتۍ درې کارکوونکي ژوبل شوي، چې اوس د درملنې له پاره روغتون ته استول شوي. اوکرایني چارواکیو په سملاسي توګه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
روسیه: له ۲سوه ډېرې اوکرایني بېپیلوټه الوتکې رانسکورې شوي
روسیې خبر ورکړی، چې د دغې هېواد دافعهوا سیستم شپې مهال د اوکراین له دوه سوه ډېرې بې پیلوټه الوتکې یا ویشتلي او یا یې هم ورته مخه نیولې ده.
د روسیې دفاع وزارت پر ټلیګرام خبر ورکړ چې :«د تېرې شپې جریان کې دافعهوا سیستم ۲۱۶ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې رانسکورې او مخه یې ورته نیولې ده.»
دغې وزارت ویلي، چې د روسیې سویل کې د کراسنودار سیمې پر فضا یې ۶۶ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي، هغه ځای چې تر دې وړاندې پکې چارواکیو د تېلو د یوې ذخیرې او بندر د ویشتلو خبر ورکړی و. مسکو ویلي، چې په ساراتوف کې یې هم ټولې ۴۵ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.