1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د افغان حکومت او طالبانو د خبرو نیټه په ډاګه کړه

۱۳۹۷ آبان ۱۲, شنبه

د شنبې په ورځ روسیې ویلي چې د سولې د خبرو له پاره ولسمشر غني مسکو ته د لوړپوړو سیاسي څیرو په ګډون د یوه پلاوي د لیږلو په برخه کې موافقت کړی دی. ټاکل شوې مسکو د طالبانو او افغان حکومتي مشرانو د خبرو کوربتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/37bbW
Afghanistan Kabul Friedens-Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې ۳ نیټه) روسیې ویلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو له پاره د مسکو غونډې ته د جګپوړو سیاسي څیرو په ګډون د یوه پلاوي د لیږلو په برخه کې موافقت کړی دی.

 تر دې وړاندې د روان کال په اګست میاشت کې د مسکو په کوربتوب دغه راز یوه غونډه د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان د نه ګډون له کبله لغوه شوې وه. په اګست میاشت کې روسیې د افغانستان د سولې د خبرو له پاره په مسکو کې د یوه څو اړخیز کنفرانس د کوربتوب وړاندیز کړی وو. هغه مهال ټاکل شوې وه چې په دغه راز کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي په ګډون د ۱۲ هیوادونو استازي برخه واخلي. هغه مهال د افغانستان حکومت استدلال کوو چې د سولې هر راز خبرې باید د افغان حکومت په مشري ترسره شي او د مسکو په کوربتوب په دغه کنفرانس کې یې د نه ګډون پریکړه وکړه.

Katar Doha Taliban Vertretung
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

د شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د سولې په تړاو دغه خبرې به د مسکو په کوربتوب د روانې نومبر میاشتې په ۹ نیټه ترسره شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې په دې ترتیب سره به دا لومړی ځل وي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي به په دغه راز یوه جګپوړي نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي.

روسیې د دغه کنفرانس له پاره د پاکستان، هندوستان، ایران، چین او متحده ایالاتو په ګډون شمیر هیوادونو ته د برخې اخیستنې وړاندیز کړی دی.