1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

روسیه: طالبان په مسکو کې د سولې په خبرو کې ګډون کوي

۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبان په مسکو کې د سولې په خبرو کې ګډون ته چمتو دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي روسیې ته ځي چې د غونډې نیټه معلومه کړي.

https://p.dw.com/p/35B0N
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

تر دې مخکې روسیې ۱۲ هیوادونه او طالبان دې هیواد ته بللي ول چې د افغانستان د سولې په اړه په یوه غونډه کې ګډون وکړي. په اصل کې غونډه د سپتمبر میاشتې ۴مي نیټې ته پلان شوې وه، خو بیا د افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو د نه ګډون له کبله وځنډیده.

وروسته بیا افغان چارواکو وویل چې له روسیې چارواکو سره یې موافقه کړې ده چې د غونډې د جوړولو او نیټې مشخصولو له پاره به په ګډه کار وکړي.

تمه کیږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د پنجشنبې په ورځ مسکو ته ولاړ شي چې د راتلونکې غونډې له پاره نیټه مشخصه کړي. دغه خبر د چهارشنبې په ورځ انترفاکس خبري آژانس په روسيه کې د افغانستان د سفارت په حواله ورکړی دی.