1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

رواني ناروغۍ او په ځوانانو کې د مغزي سکتې خطر

۱۴۰۲ خرداد ۲, سه‌شنبه

په ځوانانو کې د رواني ناروغۍ او د مغزي سکتې خطر، ایا په ګرځنده تلیفونونو کې خبرې کول د وینې فشار لوړوي؟

https://p.dw.com/p/4RhRM
Dokumentation "Bist du psychopathisch?"
انځور: NDR/DW

 

څېړونکي وايي، له ۴۰ کلونو کم عمر لرونکي کسان چې رواني ناروغۍ لري د زړه د حملې او فالج له خطر سره مخ دي. د «سي ان ان» د معلوماتو له مخې؛ دا څېړنه چې د دوشنبې په ورځ د کارډیولوژۍ په اروپايي ژورنال کې خپره شوه، تر ۶،۵ ميلیونه زیاتو خلکو روغتیايي معلوماتو ته پکي کتنه شوې ده.

په دې څېړنه کې د ګډون کوونکو عمرونه د ۲۰ او ۳۹ کلونو ترمنځ وو. په دغه څېړنه کې شاوخوا ۱۳سلنه برخه اخیستونکو یو ډول رواني اختلال درلودلو په گډون، لکه بې خوبي، اضطراب، خپګان، بدني اختلال، تر ناځاپي پيښې  وروسته د فشار اختلال، د موادو کارولو اختلال، د خوړو اختلال، دوه قطبي اختلال، اسکيزوفیرني، یا د شخصیت اختلال.

څېړونکي دې نتیجې ته ورسیدل چې د رواني روغتیا اختلالاتو په څېړنه کې برخه اخیستونکي ۵۸ سلنه ډیر احتمال لري چې د مایوکارډیال انفکشن تجربه کړي او ۴۲ سلنه ډير د مغزي سکتی له خطر سره مخ ول.

يو نوی رادار دا ښوولی شي چي زړه څه وخت دريږي

د سیول ملي پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکو یادونه وکړه چې له ۲۰ څخه تر ۳۹ کلونو پورې د اتو کسانو څخه یو یې یو ډول رواني اختلال په لرلو سره، خپګان، اضطراب او بې خوبي لري. دوی ټينگار وکړ چې دغه «موندنې وړاندیز کوي چې دا کسان باید په منظم ډول خپله رواني روغتیا معاینه کړي او که اړتیا وي، د زړه د حملې او مغزي سکتې د مخنیوي له پاره درمل ترلاسه کړي.»

دې څېړنې ښودلې ده چې د رواني ناروغیو او فزیکي روغتیا ستونزو ترمنځ اړیکه د بیولوژیکي فاکتورونو، لکه التهاب او هورمونونو نا انډوله توازن له امله ده چې د اوږدمهاله فشار او نورو رواني روغتیا يې شرایطو له کبله رامنځ ته کیدی شي.

ایا پر ګرځنده تلیفون خبرې کول د وینې فشار لوړوي؟

نوې څېړنه وړاندیز کوي چې د ګرځنده تلیفون کارول ممکن د وینې فشار کچې سره تړاو ولري. هرڅومره چې یو څوک په ګرځنده تلیفون کې ډیر وخت تیروي، د وینې لوړ فشار رامنځ ته کیدو خطريې خورا لوړ دی.

د نیویارک پوسټ په وینا؛ په اروپايي مجله ډیجیټل روغتیا کې د جمعې په ورځ د خپور شوي راپور له مخې، په دې څېړنه کې د نږدې ۲۲ زره کسانو روغتیاي معلومات کارول شوي.

هرڅومره چې یو څوک په ګرځنده تلیفون کې ډیر وخت په خبرو تیروي، د وینې لوړ فشار احتمال يې ډیریږي.

د غږيز پيغام سمبولیک عکس
د غږيز پيغام سمبولیک عکسانځور: PantherMedia/picture alliance

په څېړنه کې له برخه اخیستونکو څخه د ګرځنده تلیفون کارولو مقدار او د کارولو مودې په اړه پوښتنې شوې.

د چین د ګوانګزو سويلي طبي پوهنتون څیړونکو موندلې ده، هغه خلک چې په اونۍ کې له ۳۰ څخه تر ۵۹ دقیقو پورې په ګرځنده تلیفون کې خبرې کوي د لوړ فشار خطر يې ۸ سلنه ډیر شوی.

هغه کسان چې په ګرځنده تلیفون کې له ۱ څخه تر ۳ ساعتونو پورې خبرې کوي د وینې فشار د لوړيدو خطر يې ۱۳ سلنه ډېر وي، هغه څوک چې له ۴ څخه تر ۶ ساعتونو پورې خبرې کوي ۱۶ سلنه ډیر خطر لري او هغه څوک چې په اونۍ کې له ۶ ساعتونو څخه زیاتې خبرې کوي، د ویني د لوړ فشار د پراختیا خطريې ۲۵ سلنه  لوړ دی. دغه راز  هغه کسان چې د لوړ خطر سره مخ وو، هغه ګډونوال وو چې له ژنتيکي پلوه يې د ویني لوړ فشار  درلود.

د حافظې له لاسه ورکولو پنځه حيرانونکي دليلونه

څېړنې موندلې ده چې د ګرځنده تلیفون کارول د راډیو فریکوینسي انرژي ټیټه کچه خپروي چې حتی د لنډ مهاله تماس سره هم د وینې فشار له لوړیدو سره تړاو لري.

د ویني لوړ فشار کولی شي شریانونه زیانمن کړي او د دوی ارتجاعي خوځښت کم کړي. دا پروسه د وینې او اکسیجن جریان کموي او د ډېري منفي روغتیا پایلو سره تړاو لرلو په گډون، لکه د زړه ناسم کار کول، د زړه حمله، ایټریل فایبریلیشن، او د مغزو سکته.

د څېړونکو په وینا؛ موندنې ښیي کله چې په اونۍ کې د ګرځنده تلیفون زنګ وهل د نیم ساعت څخه کم وي، دا ممکن د لوړ فشار په خطر اغېزه ونه کړي. که څه هم لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لیدل کیږي، خو د زړه روغتیا ساتلو له پاره د ګرځنده تلیفون زنګونو کمول، عقلمندي ښکاري.

د دغه څېړنې د لیکوالانو په وینا، دې ته په پام سره چې په نړۍ کې له لسو کالو څخه پورته د نفوس درې پر څلورمه برخه موبايلونه لري، دا څېړنه د وينې د لوړ فشار د مخنيوي له پاره ډېره اغېزمنه ده.