1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو نوی رادار دا ښوولی شي چي زړه څه وخت دريږي

۱۳۹۹ اسفند ۱, جمعه

د آلمان د هامبورګ څيړونکي کولی شي د رادار په مرسته مخکې له مخکې او بې سيمه د زړه حملې او يا مغزي سکتې وپيژني.

https://p.dw.com/p/3pbrh
Herzanfall Herzinfarkt
انځور: Colourbox

د هامبورګ د تخنيکي پوهنتون څخه د پروفيسر اليکساندر کولپن دا نظر ډېر ساده دی: کله چې سړی د رادار په مرسته د کښتيو موقعيت او د الوتکو ارتفاع معلوملولی او پر سړکونو له حده تيزې موټر عکاسي کولی شي نو دا بې سيمه تخينک په طب کې هم په اغیزمنه توګه کارول کیدلی شي.

هغه وايي: «راډيويي سنسورونه د دې ډيره وړتيا لري چې په مرسته یې طبي معاينات په ډېر راحت، خوندي، ښه او اغیزمنه توګه ترسره کړي.» که څه هم چې د رادار له لارې د بېلا بېلو حادثو له وجې تر خاورو او يا واورې لاندې شويو انسانانو د موندلو په موخه د هغوی د تنفس او د زړه د ضربان معلومولو دا نظر نوی نه دی، خو کولپن او ملګرې څېړونکې ډله یې په ټوله اروپا کې لومړۍ ډله ده چې په طب کې د کاريدو په موخه يې رادارونه ته وده ورکړې او آن کلينکي آزموينې یې هم ترسره کړي دي.

د لوړې فريکونسۍ په تخنيکي انستيتويت کې دې ډلې د ناروغانو د طبي ارزونې په موخه د سنسورونو يو ډېر حساس سيستم رامنځته کړی دی. د رادار د نوي تخنيک په مرسته سړی کولی شي له تماس پرته د زړه ضربان او همدا راز تنفس په دوامداره توګه و ارزوي.

د زړه ضربان او تنفس بې سيمه اندازه کول

د الیکترو ګارديو ګرام يا «اي سي جي» په واسطه د اليکتردونو له لارې او د مزو يا سيمانو سره د زړه ضربان معلوميږي او مريضان له دغه ماشین سره وصليږي. خو د رادار تخنيک په مرسته د بدن ارزونه پرته د تماس او له ليرې ترسره کيږي.

دا سنسور چې د کولپن له خوا ورته وده ورکړل شوې، کولی شي له جامو، کمپلو او آن توشکو هم تير شي او د انسان تنفس و ارزوي او بيا دغه معلومات ارزونکو ماشينونو ته انتقال کړي. نوموړی په اړه وايي: «زموږ سنسورونه بريښنايي مقناطيسي څپې ليږدوي چې د بدن له خوا منعکسيږي. دا په دې ډول کار ورکوي: د زړه له خوا پمپ شوې وينه د ضربان د يوې څپې په شکل په رګونو کې درومي چې پر بدن د ارتعاش يا خوزښت باعث کیږي.

دا ارتعاش د سنسورونو په مرسته سړی اندزاه کولی شي او د دې څخه د زړه د وينې د جريان د سيستمونونو ډېر اړخونه اندازه او ارزولی شي.»

د نبض ضربان ډېره حساسه اندازه

دا ډېر کوچنی بکس د کټ لاندې ځړيږي. کله چې زړه وينه رګونو ته پمپ کوي د پوست سطحه په ډېره کمه اندازه لوړيږي، په همدې توګه موږ کولی شو خپل نبض پر مړوند د دوو ګوتو سره معلوم کړو.

د پوستکي دا ډېر په کمه اندازه پړسيدل د رادار نوی ماشين د ليرې واټن د اندازه ګيرۍ له لارې ارزولی شي.

سنسورونه دومره دقيق دي چې د زړه درزا يا ضربان، د زړه فشار او د نبض د څپو چټکوالی معلوموي چې په مرسته یې سړی په رګونو کې د منګ نيول يا د رګونو تنګيدل اوسختيدل اندازه کولی شي او په دې توګه د فلج کیدو خطر معلومولی شي.

کله چې د زړه درزا بې نظمه شي يا د ريتم اخلال رامنځته شي نو دا نوی آله د خطر زنګ غږوي. په دې توګه سړی ډېر پر وخت ژوند ژغورنکي تدابير پر لاره اچولی شي.

په نويو زيږيدلو کې د مرګيو معلومول

دا څيړنیزه پروژه په لومړي سر کې پر بې مودې زيږيدلو او د نويو زيږيدلو پر طبي مشاهده تمرکز کوي. پروفيسر کولپن وايي: «موږ په ځانګړي توګه د ايپيليپسي يا مرګي پر حملو تمرکز کوو. اټکل کيږي چې د مرګي ناثابتې حملې په نويو زيږيدلو کې د ناڅاپي مړينو د ۲۰ سلنه پېښو سبب ګرځي. دلته ستونزه داده چې په کوچنيانو کې دا ډول حملې زياتره نه تشخيصيږي.»

خو د سنسورونو له لارې د بې سيمه اندازه ګيرۍ سره ماشومان په دوامداره توګه او له محدويتونو پرته څارل کيږي. په دې توګه به يوه حمله ژر پيژندل کيږي او تداوي کيږي به.

آن د مرګ تر څلور ورځې تر مخه وړاندوينه

تر اوسه د زړه دا نوی رادار د ښځو د کلينک په «Palliative Care Unit» يا هغه وارد کې کارول کیږي چې د ډاکترانو له خوا ځواب شوي مریضان پکې ساتل کيږي. دغه مريض نوره هیڅ درملنه نه ترلاسه کوي يوازې د درد درمل ورته ورکول کيږي.

دلته ليدل شوي چې د زړه نوی رادار د مريض تر مړينې څلور ورځې مخکي دا وړاندوينه کولی شي. په دې توګه ډاکتران او د مريضانو د کورنۍ غړي دغه وخت معلومولی شي او له مريض سره مخه ښه کولی شي.

ب. ص/ ن. ز (Alexander Freund)