1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د حافظې له لاسه ورکولو پنځه حيرانونکي دليلونه

۱۴۰۱ مرداد ۶, پنجشنبه

د « Everyday Health» مجلې د یوه رپوټ په حواله انسان په هر سن کې خپله حافظه له لاسه ورکولی شي او دليلونه یې هم بېلا بېل کیدلای شي. له دغو دليلونو څخه یې پنځه دلته ذکر شوي دي.

https://p.dw.com/p/4EmuI
Krankheit Epilepsie l Stärkster Kernspintomograph Europas getestet
انځور: Jens Wolf/dpa/picture-alliance

ستريس، اضطراب او خفګان

د « Frontiers in Psychiatry» په نوم مجله کې د خپرې شوې څېړنې په حواله مزمن او هغه ستريس چې درملنه یې نه وي شوې، کيدای شي د ژور خفګان باعث وګرځي او د حافظې په ګډون د مغزو پر ځينو فعالیتونو اغيز ولري.

په دې ترتيب د خفګان په څېر د خلق تنګۍ د يوه اختلال درملنه کيدای شي د حافظې د مشکلاتو په ښه والي کې مرسته وکړي.

د خوب مشکلات

د هارورد پوهنتون د طب پونځي د کارپوهانو په خبره د خوب په برخه کې ستونزې لکه بې خوبي، يا د خوب نه وړل او همدا راز د « Sleep apne» يا په خوب کې د تنفسي عمل په ناڅاپي توګه درېدل د حافظې له لاسه ورکولو او ډيمنشيا سره تړاو لرلی شي.

د خوب کمښت د ستړيا باعث ګرځي او په وار وار سره خپله د دې باعث کیږي چې سړی خپله حافظه له لاسه ورکړي. د څېړنو پر اساس  Sleep apnea يا په خوب کې د تنفس درېدل پر « Spatial memory» يا ځايي حافظې اغیز اچوي. په دې ډول حافظه کې د شیانو د موقعيت او يا لوري د معلومولو وړتيا شامله ده.

د درملو کارول

د درملو يو شمير ډولونه هم پر حافظه اغیز اچولی شي. له دې جملې څخه د اضطراب او ژور خفګان ضد درمل، انتي هستامينونه، د وينې د فشار درمل، د درد درمل، د کولیسترول يا وينې غوړو د ټيټولو دواوې، د دیابت ضد درمل، د پارکيسنون ناروغۍ دواوې او همدا راز د خوب درمل.

Lebensmittel | Milchprodukten
د ډېر سن کسان د ورځې بايد د ۲،۴ مايکرو ګرام په شا او خوا کې ويتامن «بي ۱۲» د لبنياتو، غوښې يا کب او يا له نورو لارو ترلاسه کړي.انځور: Andrea Warnecke/tmn/dpa/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د خوړو او درملو سازمان هم همدا راز خبرداری ورکوي چې د کوليسترول د ټيټولو د استاتين په نوم درمل هم ښايي د حافظې له لاسه ورکولو خطر ډېر کړي.

د تغذيه يي موادو کمښت

د کليولينډ د څيړونکو په حواله د ويتامين «بي» د «بي ۱۲» ويتامين کمښت چې د اعصابو طبيعي فعاليت له پاره اړین دي، ښايي د کنګسیت او حتی ډيمنشيا باعث شي. د ډېر سن کسان د ورځې بايد د ۲،۴ مايکرو ګرام په شا او خوا کې ويتامن «بي ۱۲» د لبنياتو، غوښې او يا کب او له نورو لارو ترلاسه کړي.

کوم خواړه مو مغز ځوان ساتي؟

«پټه مغزي سکته»

د امريکا متحده ایالاتو د زړه سازمان وايي چې د حافظې خفيفې ستونزې ښايي په تدريجي توګه د هغو مغزي سکتو وروسته چې هیڅ د پام وړ علايم یې نه ظاهريږي او په اصلاح پټې وي، وروسته هم راپيدا کيدلی شي.

د مغزو په فعاليت کې دا بدلونو چې کیدای شي معتدل او يا ډېر زيات وي، د عصبي ادراکی نيمګړتيا په نوم ياديږي. ماغزه په ځانګړي توګه د وينې د جريان د کمیدو او يا درېدو په مقابل کې ډېر زيان منونکي دي ځکه د آکسيجن او نورو اړينو غذايي موادو څخه چې ډېر ورته ضروروي دي، محروميږي.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله فارسي)