د یونان ټاپو ته نیژدې د افغان مهاجرو مړینه؛ څوک یې مسؤل دی؟
۱۴۰۴ بهمن ۲۱, سهشنبه
د ۲۰۲۶ م کال د فبرورۍ پر ۳ مه، خیوس ټاپو ته نیږدې د مهاجرو د مړینې غمجنې پیښې په یونان کې د بحثونو لړۍ راپورته کړې ده. د آژې سمندرگي په یخو اوبو کې د ۱۵ افغان مهاجرو دمړینې په وړاندې له لومړني شوک وروسته، ډیرې ناآرامه کوونکې پوښتنې مطرح سوې دي.
په تیرو وختونو کې هم پر دغه لار ډیریو افغان مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغو کسانو په دقیق ډول څه ډول ژوند له لاسه ورکړ؟ ولې د ساحلي گارډ بیړۍ د قاچاقچیانو له کښتۍ سره ټکر وکړ؟ آیا د یونان د ساحلي گارډ ځواکونو کولای سول د دغه ناورین مخه ونیسي؟ او بلاخره: د دغو مهاجرو د مړیني مسؤل څوک دی؟
اړونده موضوع: د مهاجرو او یونان د ساحلي ځواک د کښتیو په ټکر کې ۱۵ کسان وژل سوي
په عادي حالت کې باید دغو پوښتنو ته یوه خپلواک بنسټ جواب ویلی وای؛ خو تر اوسه په دغه پیښه کې د یونان د ساحلي گارډ د نقش ارزونه، د همدغه بنسټ یوې لوړپوړي ادارې ته سپارل سوې ده. پر دا ډول داخلي پلټنو باندې د یونان د عمومي افکارو باور، په تیره بیا د (۲۰۱۴ او ۲۰۱۵) له مرگونو او قربانیو ډکو فارمکونیزي پیښو او (۲۰۲۳) کال کې پیلوس ته نیژدې پیښې وروسته، ډیر محدود دی.
د ۲۰۱۵ م او ۲۰۲۵ مو کلونو ترمنځ، لږترلږه ۳۱۴۸ کسانو په آژې سمندرگي کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی؛ ټول په هغو پیښو کې چې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په وینا د مخنیوۍ وړ وې. سربیره پردې، په پیلوس کې د دوه کاله مخکې پیښې په شان، په خیوس ټاپو کې هم هغه دوربین چې د ساحلي گارډ پر کښتۍ نصب و او کولای یې سول دغه پیښه ثبت کړي، غیرفعال و. په همدې دلیل، له امکانه لیري بریښي چې د پیښې په اړه حقیقت په بشپړ ډول روښانه سي.
د فبرورۍ پر دریمه څه پیښ سول؟
د هغو معلوماتو له مخې چې د دغې پیښې د څرنگوالي په هکله خپاره سوي دي، د فبرورۍ د دریمې د شپې پر شاوخوا ۹ بجو، د ساحلي گارډ یوه گړندۍ کښتۍ چې د خیوس او اینوسیس ټاپو ترمنځ یې گزمه کوله، د اتو مترو په اوږدوالي یوه بادي کښتۍ چې ۴۰ تنه پکښې سپاره وه، کشف کړه.
ساحلي گارډ اعلان کړی دی چې د گزمې د کښتۍ قوماندان د لوډسپیکر له لارې د قاچاقچیانو له بیړۍ وغوښتل چې ودریږي. خو د رسمي چارواکو په وینا، د بادي کښتۍ چلوونکي سرعت لاپسې ډیر کړ او د ساحلي گارډ له کښتۍ سره یې ټکر وکړ.
د دغه ټکر په نتیجه کې، په مهاجرو ډکه کښتۍ واوښته او سپرلۍ یې اوبو ته ولویدل. په مجموعي توگه، ۱۴ مړي له اوبو راوایستل سول او یوې ښځې هم روغتون ته له انتاقل وروسته ساه ورکړه.
د عدلیه طب لومړنۍ پلټنې ښيي چې هیڅ یوه قرباني کس د ډوبیدو له امله ژوند له لاسه نه دی ورکړی، بلکي د دوو کښتیو د ټکر په نتیجه کې د زخمونو له امله مړه سوي دي.
له پیښې وروسته د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې، د ۱۱ کوچنیانو په شمول ۲۴ کسان وژغورل سول. هغوی د کښتیو د ټکر له امله د هډوکو له ماتیدو او داخلي زخمونو له امله روغتون ته انتقال سول. ټول ژغورل سوي کسان افغانان دي، پرته له یوه مراکشی تبعه چې د قاچاقچي په توگه نیول سوی دی. ویل کیږي چې د اوښتي کښتۍ دوو کسانو هغه پیژندلی دی.
اړونده موضوع: پنځه هېوادونه: د رد شويو پناه غوښتونکو د ستنولو مرکزونه دې جوړ شي
«پرته له تلفاتو د سرحدونو کنټرول ممکن نه دی»
تر اوسه پورې هیڅوک په قاطعیت سره نه پوهیږي چې دغو دوو کښتیو دي په هم هغه شکل ټکر کړی وي، لکه څنگه چې ساحلي گارډ وايي. معلومه نه ده چې آیا د مهاجرو بادي کښتۍ د ساحلي گارډ له کښتۍ سره ټکر کړی او که برعکس، دا د ساحلي گارډ کښتۍ وه چې د مهاجرو له کښتۍ سره موښتې ده. په هرحال، د یونان د مهاجرت وزير تانوس پلوریس، ډیر ژر د ساحلي گارډ خبره ومنله او حتی د هغه خدمې ته یې مبارکي ورکړه او اعلان یې وکړ چې هغوی »خپل کار په ښه ډول ترسره کړی دی.«
پلوریس له پیښې وروسته د فبرورۍ پر ۴ مه «د قانوني مهاجرت د نوي قانون» په هکله پارلماني بحث په پیل کې وویل: «د خیوس غمجنه پیښه ښيي چې د انسانانو د مرگونو قاچاقچیانو په وړاندې مبارزه تر کومې اندازې ضروري ده.»
دغه وزیر چې د ښي اړخه افراطي گوند لائوس (LAOS) څخه دی، په تکرار سره په خپل سختدریځ مهاجرتي سیاست افتخار کړی دی. هغه مخکې په ۲۰۱۱ م کال کې ویلي ول چې د سرحدونو ساتنه »له انساني تلفاتو پرته« ناممکنه ده» ولري.
د «بیرته ستنولو» امر؟
آیا دا په دې معنی نه دي چې ساحلي گارډ د مهاجرو د بیرته ستنولو (Pushbacks) په نوم عملیاتو امر ترلاسه کوي؟ او آیا د خیوس سواحلو ته نیژدې ۱۵ مړه سوي افغانان د همدغه سیاست قربانیان دي؟ په آتن او تیسالونیکي کې اعتراض کوونکي چې له دغې غمجنې پیښې دوې ورځې وروسته سړکونو ته راوتلي دي، په دې باور دي چې خبره همداسي ده. د هغوی پر پلاکاټونو لیکل سوي دي: »نه، لاډیرو دیوالونو ته، نه لاډیرو بیرته ستنلو ته، نه لا ډیرو مړینو ته.«
په پارلمان کې د مخالفو گوندونو د استازو لا محتاطانه خبره وکړه. هغوی په مستقیم ډول حکومتونه تورن نه کړل او د ساحلي گارډ پر ځواکونو یې هم تیری ونه کړ، خو د حقیقت د چټک روښانه کیدو غوښتنه یې وکړه.
د سوسیال ډیموکراټ گوند د فراکسیون مشر دیمیتریس مانتزیوس، وویل: «دا یوه غمجنه دوسیه ده چې باید په بشپړ ډول وڅېړل سي او دغه څېړنه باید یوازې د ساحلي گارډ یا د مهاجرت د وزیر په څرگندونو پورې محدوده پاته نه سي.»
اړونده موضوع: آلمان: په زرونو مهاجرو تر یونان وروسته په آلمان کې بیا پناه غوښتې
«کوم لوري ته ولاړ یاست؟»
حتی د نظر همدا نسبتاً نرم څرگندول هم د مهاجرت د وزیر غوصه راوپاروله. پلوریس د مانتزیوس په جواب کې وویل: «ښايي تاسو د قاچاقچیانو خبره ومنی، خو زه د یونان پر ساحلي گارډ باور لرم.«
د حاکم گوند څو استازو هم په پاروونکو پوښتنو سره کیڼ اړخه گوندونو ته په خطاب کې وویل «کوم طرف ته ولاړ یاست؟ د ساحلي گارډ طرف ته چې زموږ د سرحدونو ساتنه کوي، یا د قاچاقچیانو خواته؟»
د «اِستیا» ښي اړخه ورځپانې حتی په خپلې لومړۍ پاڼه کې پوښتنه کړې ده: «له مريی پلورلو سره که له یونان سره؟» هغه له کیڼ اړخو گوندونو لکه سوسیال ډیموکراټ، سیریزا او کمونیست گوند څخه وغوښتل چې دغې پوښتنې ته جواب ووايي. په ټولنزیه شبکو کې فضا لا ډیره تنده او د زغم کچه ډیره کښته ده؛ حتی ډیر شمیر کاروونکو د »غیرقانوني مهاجرو« په مړینه خوښي څرگنده کړې او د ملي گارډ ستاینه یې کړې ده.
میتسوتاکیس: ساحل ساتونکي د هرکلي کمیټه نه ده
د یونان لومړي وزیر میتسوتاکیس، د خپل مهاجرت د وزیر د سختې لهجې له کارولو څخه ډډه وکړه، خو د امریکايي مجلې فارن پالیسي سره په یوه مرکه کې، هغه وویل چې «که چیرې د ساحل ساتونکی موجود نه وای، نو د قربانیانو شمیر به نور هم لوړ وای.»
هغه ټینګار وکړ چې سرحدي ساتونکي د «هرکلي کمیټه» نه ده، خو دا چې د دوی اصلي دنده د یونان د پولو ساتنه ده، او په ورته وخت کې باید هغوی ژوند هم وژغوري. میتسوتاکیس د یونان د مهاجرت پالیسي "سخته خو عادلانه" وبلله، او زیاته یې کړه چې هر هغه څوک چې په غیرقانوني توګه هیواد ته ننوځي او د پناه غوښتنې وړ نه وي باید بیرته ستانه سي.
دغه «سخت خوعادلانه» پالیسي د مهاجرت او پناه غوښتنې له پاره د اروپایي اتحادیې د اوسني چلند سره سمون لري. د اروپایي کمیسیون ویاند مارکوس لامرټ په وینا، بروکسل «د یوناني چارواکو سره نږدې اړیکه لري» او «پرمختګونه له نږدې تعقیبوي». هغه همدارنگه ټینګار وکړ: «په سمندر کې له لاسه ورکړل سوی هر ژوند یوه تراژیدي ده چې مسؤلیت یې د انساناني قاچاق وړونکو پرغاړه دی.»