1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د هوايي ډګر پر حفاظت د ناټو د رهبرانو توافق

۱۴۰۰ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

د ناټو مشرانو توافق کړی چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به د کابل ملکي هوايي ډګر د محافظت له پاره خپل مالي ملاتړ ته دامه ورکړي. ترکيې ويلي ول چې دوی کولای شي د دغه میدان د امنيت مسؤليت پر غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/3uwdj
Brüssel NATO Gipfeltreffen l Gruppenbild
انځور: Kevin Lamarque/AP/picture alliance

ناټو د سې شنبې په ورځ د دغه تړون د مشرانو تر غونډې وروسته د يوې اعلامېې په خپرولو سره وويل: «د دوامداره ديپلوماتيک او نړیوال حضور او همدارنګه له نړۍ سره د افغانستان د اتصال له پاره، د کابل هوايي ډګر د اهميت په تشخیص سره، ناټو انتقالي بودجه برابروي تر څو حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر د فعالیت له ادامې څخه اطمینان ترلاسه کړي.»

د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبرګ وويل چې په دغه جلسه کې تصمیم نه دی نیول شوی چې کوم هیواد به د کابل د هوايي ډګر مسؤليت پر غاړه اخلي، خو زیاته يې کړه چې ترکېه به په دې برخه کې کلیدي رول ولري.

داسې رپوټ ورکړل شوی چې ترکيې وړانديز کړی دی چې کولی شي د کابل د هوايي ډګر امنیت د تامين مسؤلیت، د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پر غاړه واخلي.

د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، په بروکسل کې د ناټو له رهبرانو سره تر لیده کاته وروسته وويل چې هیواد ېې د کابل د هوايي ډګر د امنيت د تامين په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو «ديپلوماتيک، تدارکاتي او مالي» ملاتړ ته اړتیا لري.

اردغان همدارنګه وویل چې ترکيه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، د دغه نوي ماموریت له پاره د پاکستان او هنګري شمولیت ته اړتیا لري.

د ترکيې ولسمشر وويل: «که چيرته هغوی (امریکايان) نه غواړي چې موږ له افغانستان څخه ووځو، او هغوی د ترکيې د ملاتړ غوښتونکي وي، په هغه صورت کې زموږ له پاره د امریکا متحده ایالاتو ديپلوماتيک، تدارکاتي او مالي ملاتړ اساسي اهمیت لري.»

ترکيه چې اکثريت وکړي يې مسلمانان دي او له افغانستان سره نژدې تاريخي اړيکې لري، اوس په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ سرتيري لري.

af/pa/mks/nz (AFP, AP)

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب