1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: ترکيه هم باید د تړون پر اساس له افغانستانه ووځي 

۱۴۰۰ خرداد ۲۱, جمعه

د طالبانو يوه ویاند ويلي دي چې ترکیه هم باید د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون پر اساس له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي. ترکیه غواړي تر اخراج وروسته د کابل د هوايي ډګر د چارو مسؤليت پر غاړه واخلي، خو طالبانو رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ujvH
Russland Moskau | Sprecher der Taliban: Suhail Shaheen
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د طالبانو يوه ویاند، سهيل شاهین د پنجشنبې په ورځ رويټرز ته ويلي دي چې دوی د ترکيې هغه پروپوزل په زغرده ردوي چې غواړي له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د چارو مسؤليت پر غاړه واخلي.

ترکيې تر دې وړاندې ويلي ول چې دوی غواړي په افغانستان کې پاتې شي او د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د امنيت او فعال ساتلو چاري مخته یوسي.

ترکيې ويلي ول چې په دې اړه يې له امريکا سره خبرې ادامه لري او تمه يې ښودلې وه چې دغه توافق به د انقرې او واشنګټن تر منځ د خراب شوو مناسباتو په ښه کيدو کې هم مرسته وکړي.

د ترکيې او امریکا تر منځ مناسبات وروسته له هغې خراب شول چې ترکيې له روسيې څخه د توغنديو دفاعي سیستم واخیست. دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د راروانې دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایدن له خپل ترکيې سیال رجب طیب اردوغان سره وګوري.

دغه وضعيت امریکا متحده ایالاتو، نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ته هم جدي پوښتنې راولاړې کړي دي چې د اړتيا په وخت کې د افغانستان له پلازمينې کابل څخه چې د حملو له ګواښونو سره مخ دی، څنګه خپل پرسونل وباسي.

Afghanistan Bundeswehr Flughafen Symbolbild
ترکيه غواړي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر چارو مسئوليت پر غاړه واخليانځور: AFP/O. Lang

په دوحه کې د طالبانو ویاند سهيل شاهین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ترکيه غواړي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم پاتې شي او د کابل د نړیوال هوايي ډګر چارې پر مخ يوسي، ويلي دي، ترکيه هم باید له افغانستان څخه ووځي.

شاهین په دې اړه رويترز ته ويلي دي: «ترکيه په تیرو شلو کلونو کې د ناټو ځواکونو يوه برخه وه، په همدې دليل، دوی هم بايد د هغه تړون مطابق له افغانستان څخه ووځي چې موږ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه له امريکا متحده ایالاتو سره لاسلیک کړی دی.» 

هغه زياته کړې ده: «ترکيه یو ستر اسلامي هیواد دی. افغانستان ورسره تاریخي اړيکي لري. موږ هیله لرو چې په راتلونکې کې په افغانستان کې د نوي اسلامي حکومت په تاسيس کیدو سره، ورسره نژدې او ښې اړيکې ولرو.»

په خبر کې زیاته شوې چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپل نظر نه دی بیان کړی.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهیر د می میاشتې له لومړۍ څخه پيل شوی دی او د امریکا د ولسمشر، جو بایدن د اعلان مطابق به دغه بهیر د همدې کابل د سپتمبر تر ۱۱مې پورې بشپړ شي.

د امریکا د دفاع وزارت تازه ويلي دي چې له افغانستان څخه يې څه باندې ۵۰ سلنه ځواکونه وتلي دي. ترکيه اوس هم په افغانستان کې د څه باندې ۵۰۰ عسکرو په درلودلو سره، افغان امنيتي ځواکونو ته د روزنې ماموريت پر مخ وړي.

رويټرز په پای کې ليکلي دي چې د طالبانو له خوا د ترکيې د کابل د هوايي ډګر د پروپوزل ردول به د دې سبب شي چې په افغانستان کې نور میشت بهرني هيوادونه هم خپل ماموریتونه ودروي. استراليا تيره مياشت په کابل کې خپل سفارت د ناامنيو له کبله وتاړه.

رويټرز/م.ک.ص./ن.ز.