1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین نوي سفیر طالبانو ته خپل باور لیک وسپاره

۱۴۰۲ شهریور ۲۲, چهارشنبه

په افغانستان کې د چین نوي سفیر د چهارشنبې په ورځ د طالبانو لومړي وزیر ته خپل باور لیک وسپاره. د طالبان په خبره، نوموړی د یوه بهرني هېواد لومړنی سفیر دی چې د طالبانو له راتګ وروسته په رسمي مراسمو کې معرفي کېږي.

https://p.dw.com/p/4WITp
ژاو شينګ په افغانستان کې د چين د نوي سفير په توګه ټاکل شوی
ژاو شينګ په افغانستان کې د چين د نوي سفير په توګه ټاکل شوی انځور: Taliban Prime Minister Media Office/AP Photo/picture alliance

تر اوسه هیڅ یو هېواد طالبان په رسمیت نه دی پیژندلی. دا لا معلومه نه ده چې د نوي سفیر په توګه د ژاو شینګ، معرفت او د طالبانو د ادارې رئیس الوزرا ته د هغه د باورلیک سپارل د طالبانو د حکومتپه رسمیت پیژندلو ته یوه اشاره ده او که څنګه.

د طالبانو د ادارې مرستیال وياند بلال کریمي، په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند، د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د چین د نوي سفیر ژاو شینګ، باور لیک ومانه.

د یادې اعلامیې پر اساس، د طالبانو رئیس الوزرا هیله څرګنده کړه چې د ژاو شینګ معرفي کول به په لوړه کچه ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي او د دواړو هیوادونو ترمنځ به یو نوی باب پیل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې د دغه هېواد نوی سفیر کابل ته رسېدلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د آلمان «ډي پي آ» خبري اژانس ته ویلي چې چین د افغانستان د سنتي دوست ګاونډي په توګه تل ډیپلوماتیکې اړیکې، راکړه ورکړه او په بیلابیلو برخو کې خپلې پراخې همکارۍ ساتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ژاو شینګ، د يوه بهرني هیواد لومړنی سفیر دی چې په رسمي ډول د طالبانو حکومت ته کې معرفي کیږي.

په افغانستان کې د چین پخواني سفیر وانګ یو چې په ۲۰۱۹ کال کې دا دنده پر غاړه اخيسته وه، تېره مياشت یې په کابل کې د سفیر په توګه خپله دنده پای ته ورسوله.که څه هم په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې ګڼو هېوادونو له افغانستانه خپل ډیپلوماتیک استازي وایستل، خو چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې په کابل کې یې خپل سفارتونه فعال ساتلي دي.