1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان ځواکونه به په چین کې و رزول شي»

۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعه

په بیجینګ کې د افغانستان سفیر وايي چې له القاعدې او داعش سره د مبارزې په برخه کې د چین د همکاریو په چوکاټ کې به چین افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي. په عین حال کې چین غواړي د یوې غرنۍ لوا مالي ملاتړ هم وکړي.

https://p.dw.com/p/34TZh
Afghanistan Pilotin Safia Ferozi
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

له رویترز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي، ویلي دي چې افغانستان له خپل ګاوڼدي هیواد چین څخه د جنگي هیلکوپترو د ورکړې غوښتنه هم کړې. په عین وخت کې تیره میاشت بیجینګ هغه رپوټونه هم رد کړي دي چې ویل کیدل چین غواړي افغانستان ته خپل سرتیري ولیږي. د دې پرځای چین غواړي د افغانستان په شمال کې د واخان په سیمه کې د یوې غرنۍ لوا په جوړولو کې مرسته وکړي.

موسي زي د سه شنبې په ورځ له رویترز خبري آژانس سره په خپله مرکه کې په دې هکله ویلي دي: «هو، ځینو روزنو ته اړتیا ته او په ښکاره توګه دغه روزنې به په چین کې وي.»

Pamir Gebirge Afghanistan
چین غواړي د بدخشان په واخان دهلیز کې د غرنۍ لوا په جوړلو کې مرسته وکړيانځور: imago/blickwinkel

افغان سفیر زیاته کړې ده چې د چین پوځ د دوو ترانسپورتې الوتکو د ورکړې ژمنه کړې ده چې د ټپي سرتیرو د لیږد له پاره به وکارول شي. د نوموړي په خبره د دغو الوتکو چلوونکي او عمله لا له وړاندې په چین کې په روزنه بوخت دي.

موسی زي همدا راز ویلي دي چې [دغه الوتکې افغانستان ته د ورکړې] په درشل کې دي او ډير ژر به زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ته وسپارل شي. نوموړي په دې هکله ویلي دي: «موږ له دوی څخه همدا راز د جګړه ایزو نقلیه وسایطو، جنگي هلیکوپترو او همداراز د هوايي ملاتړ او هوايي تجسس د وړتیا د ورکړې غوښتنه هم کړې ده.»

افغان سفیر ویلي دي چې د چین له لوري د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویل شوی او په وینا یې کابل له بیجینګ څخه د دغو تجهیزاتو د ورکړې او یا د مالي مرستو غوښتنه کړې، ترڅو افغانستان پخپله دغه تجهیزات رانیسي. دا په داسې حال کې ده چې د چین د دفاع وزارت په دې هکله تبصره نه ده کړې.

د چین له لوري افغانستان ته د پوځي تجهیزاتو ورکړه یو ستر بدلون دی. له دې وړاندې بیجینګ یوازې د غیر پوځي تجهیزاتو د ورکړې په برخه کې ژمنې کړې وې او غوښتل یې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د نقش لوبولو له لارې د دې هیواد له امنیت سره مرسته وکړي.

Afghanistan Pilotin Safia Ferozi
افغان هوايي ځواکونه اوسمهال د پراخیدو په حال کې دي انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

له رویترز سره په مرکه کې جانان موسی زي که څه هم د مالي مرستو د کچې او د وسایطو د ډول په هکله معلومات وړاندې نه کړل، خو نوموړي دومره ویلي دي چې داسې ډیر ګومان کیږي چې د چین له لوری ورکړل شوې هلیکوپتري به پخوانۍ روسۍ جوړې هلیکوپترې وي. نوموړي په دې برخه کې د MI-35 ډوله الوتکو یادونه وکړه.

افغان سفیر زیاته کړې چې په ۲۰۱۶م کال کې وروسته له هغې چې دواړو ګاونډیو هیوادونو پوځي مذاکرات پیل کړل، چین له افغانستان سره د مستقیمو پوځي مرستو په برخه کې اقدامات عملي کړي او په دې برخه کې یې سپکې وسلې، لوژیستيک او د تجهیزاتو په برخه کې مرسته کړې ده.

Janan Musazai Sprecher Außenministerium Afghanistan
جانان موسی زي په افغانستان کې د چینايي سرتیرو حضور رد کړی دیانځور: DW

په عین وخت کې د ناټو د سلاکارانو په لاس روزل شوي افغان هوايي ځواکونه په دې وروستیو کې د غښتلي کیدو په درشل کې دي او لا هم د خپلو امنیتي ځواکونو د اړتیا د پوره کولو له پاره کمزوري دي. امریکا متحد ایالات غواړي په افغانستان کې Mi-17 ډوله روسۍ الوتکې له صحنې لیرې کړي او پر ځای یې امریکايي UH-60 Black Hawks الوتکې پوځي ماموریتونه اجرا کړي.

د مرکې په ترڅ کې افغان سفیر یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې به د چین هیڅ راز پوځي حضور و نه لري. نوموړي د غرنۍ لوا جوړولو ته په اشارې سره ویلي دي چې، ډیر امکان لري دغه لوا د بدخشان په واخان دهلیز کې جوړه شي چې موخه به یې هم چین او مرکزي آسیا ته د منځني ختیځ داعش جنګیالیو د راتګ مخنیوی وي. د افغان سفیر په خبره داعش ډلې تر دې وړاندې په چین او د مرکزي آسیا په هیوادونو کې د بریدونو ګواښونه کړي دي.

Afghanistan 2015 IS-Kämpfer mit Kindern
د نورو ترهګرو ډلو سربیره، داعش ډله هم د افغانستان په ګڼ شمیر سیمو کې پراخ حضور لريانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د موسی زي په وينا، پر نورو ترهګرو ډلو سربیره د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ غړي هم دي چې چین ورباندې د افغانستان پولې ته څیرمه د شینجیانګ په سیمه کې د تاوتریخوالي د پیښې پړه اچوي. چین همدا راز ویره لري چې په ګاونډي افغانستان کې ترهګري به د چین شینجیانګ سیمې ته هم وغځیږي. دغه سیمه د ایغور مسلمان میشته نفوس یو له اصلي سیمو څخه یادیږي.

پر ورته موضوع یوه مرکه: 

وزیرې: له چین سره د کومي پوځي اډې په اړه خبرې نه دي شوي