1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د عمران خان نوماندي رد کړه

۱۴۰۲ دی ۱۰, یکشنبه

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د ۲۰۲۴م کال عمومي ټاکنو په دوو انتخاباتي ناحیو کې د پخواني صدراعظم عمران خان نوماندي رد کړه. عمران خان وايي د هغه خلاف سیاسي اقداماتو کې د پاکستان پوځ لاس لري، خو پوځ دغه ادعا ردوي.

https://p.dw.com/p/4ajqR
د پاکستان پخوانی صدراعظم او د کریکټ ستوری، عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم او د کریکټ ستوری، عمران خانانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

پاکستاني چارواکو او د عمران خان ګوند د شنبې په ورځ تائيد کړه چې د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د خان نوماندي رد کړې ده. دپاکستان عمومي انتخابات د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په ۸مه ترسره کيږي.

عمران خان له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ پورې د پاکستان صدراعظم وو چې د ۲۰۲۲م په اپریل کې د پارلمان عدم اعتماد رايې په نتيجه کې له واکه لرې شو. نوموړی د خپل حکومت پر مهال د فساد په ګډون د يو شمېر تورونو پر اساس د ۲۰۲۳ کال په اګست کې په ۳ کاله حبس محکوم شو او اوس په زندان کې دی. 

د خان مطبوعاتي ټيم د جمعې په ورځ ويلي وو چې نوموړی د فساد محکوميت په دلیل، د فبرورۍ ۸مې انتخاباتو کې د سیالۍ کولو په شرایطو برابر نه ګڼل کيږي، خو د دې سربېره ېې خپله نوماندي ثبت کړه.

د پاکستان د انتخاباتو کميسیون ويلي دي چې د لاهور د رد شوو نوماندانو په يو لست کې عمران خان هم رد شوی دی، ځکه چې هغه په یوه انتخابي حوزه کې د یو رای ورکوونکي په توګه ثبت نه وو او بل دا چې هغه «د قانوني محکمې له خوا محکوم او د نوماندۍ شرایط یې نه دي برابر کړي.»

د نوازشريف ګوند روانه اوونۍ وويل چې شریف به انتخاباتو کې د دوی نوماند وي
د نوازشريف ګوند روانه اوونۍ وويل چې شریف به انتخاباتو کې د دوی نوماند ويانځور: Ali Kaifee/DW

د خان مطبوعاتي ټيم ويلي دي چې د انتخاباتو کميسیون همدارنګه د خان خپل پلرني ښار میانوالي کې هم په انتخاباتو کې د سیالۍ کولو په موخه د هغه نوماندي رد کړې ده. د انتخاباتو کميسیون اما په دغه ښار کې د پاکستان د بل پخواني صدارعظم نواز شریف نوماندي تائيد کړې ده. شریف په ۲۰۱۷م کال کې د ټول عمر له پاره په انتخاباتو کې له درېدو منع شو، په دې حساب روښانه نه ده چې کميسیون د هغه نوماندي څنګه منلې ده.

خو ځيني رپوټونه وايي چې پر شریف لګيدلي محکومیتونه د یو اپیل په نتیجه کې معاف شوي دي. د نوازشريف ګوند روانه اوونۍ وويل چې شریف به انتخاباتو کې د دوی نوماند وي. د شریف تر ټولو ستر سیال عمران خان دی.

د پاکستان پخوانی صدراعظم او پخوانی کريکټر عمران خان چې په دغه هېواد کې خورا زیات پلویان هم لري، د پاکستان پر پوځ تور لګوي چې د هغه پر ضد سیاسي اقداماتو کې لاس لري. هغه ادعا کوي چې پوځ غواړي هغه له رایې ورکولو بې برخې کړي، خو پوځ دغه تورنه ردوي.

د پاکستان د انتخاباتو کميسیون همدارنګه د شاه محمود قریشي په ګډون، د عمران خان د ګوند د نورو غړو د نوماندۍ اسناد هم رد کړي دی. قریشي د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند مهم غړی دی چې د خان په حکومت کې خارجه وزیر وو.

 (dpa)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل