1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياسویډن

د نوبل د طب جايزه د کرونا واکسين کشف کوونکو ته ورکړه شوه

۱۴۰۲ مهر ۱۰, دوشنبه

د طب په برخه کې د نوبل جایزه د دوشنبې په ورځ کاتالین کاريکو او دریو وایسمن ته ورکړل شوې. دوی ته دغه جایزه د دوی د هغو هڅو له کبله ورکړل شوې چې په پایله کې یې د کرونا ضد واکسینونو جوړیدل ممکن شول.

https://p.dw.com/p/4X33G
د آرشیف انځور - دریو وایسمن او کاتالینا کاریکو د نوبل د طب جایزې ګټونکي
د آرشیف انځور - دریو وایسمن او کاتالینا کاریکو د نوبل د طب جایزې ګټونکيانځور: ANNA WEBBER/AFP

دغه جایزه د دوشنبې په ورځ د سويډن په پلازمېنه ستاکهلم کې د نوبل د مجمع مشر، توماس پېرلمن له خوا اعلان شوې. په نوبل جایزه کې د ۱۱ ميلیون سويډني کرونو چې ېو میلیون امریکايي ډالر کيږي، نغدي جایزه هم شامله ده. 

میرمن کاتالین کاریکو په هنګري کې زېږدلې او دریو وایسمن په امریکا متحده ایالتو کې زېږېدلی دی.

دغه پيسې د سويډني مخترع، الفرید نوبل، چې د نوبل جایزې ایجادونکی له پاتې میراث څخه تامين کيږي. الفرید نوبل په ۱۸۹۶م کال کې مړ شو.

د سويډني عالم او د نوبل جایزې موسس، الفرد نوبل مجسمه
د سويډني عالم او د نوبل جایزې موسس، الفرد نوبل مجسمهانځور: JONATHAN NACKSTRAND/AFP/Getty Images

د شپږو ورځو له پاره د نوبل جایزو د اعلانولو پروګرام، د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر۲ مه) د طب د برخې جایزو په اعلانولو سره پیل شو. تېر کال د فیزيولوژي یا طب په برخه کې د نوبل جایزه سويډني عالم، سوانته پبو، ته ورکړله شوه. دا د نوبل دوهمه جایزه وه چې دغه سويډنۍ کورنۍ ېې ترلاسه کوي. د پبو پلار، سونه بریسترم، چې په ۱۹۸۲م کال کې مړ شوی، هم د طب په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړې وه.

په نورو برخو کې د نوبل جایزو اعلان به په راتلونکو ورځو کې ادامه ولري. د اسوشتيد پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د سه شنبې په ورځ به د فزيک، د چهارشنبې په ورځ به د کیمیا او د پنجشنبې په ورځ به د ادبیاتو په برخو کې د نوبل جایزې اعلان شي.

همدارنګه د نوبل د سولې جایزهبه د جمعې په ورځ او د اقتصاد برخې دا به د اکتوبر پر ۹مه اعلان شي.

 (AP)mks/nz

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب