1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د لاهور چارواکو د ښځو ورځې پر مارش بندیز ولګاوه

۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبه

د پاکستان د لاهور ښار چارواکو د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت د یوې مظاهرې د ترسره کولو اجازه رد کړې ده. په پاکستان کې د ښځو د مارش تنظیمونکي او د هغو ګډونوال، د غربي او لیبرال ارزښتونو پر ترويجولو تورن کیږي.

https://p.dw.com/p/4OFrc
د آرشیف انځور - په پاکستان کې د ۲۰۲۲م کال د مارچ اتمې د ښځو نړيوالې ورځ په مناسبت عورت مارش
د آرشیف انځور - په پاکستان کې د ۲۰۲۲م کال د مارچ اتمې د ښځو نړيوالې ورځ په مناسبت عورت مارشانځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

پاکستان کې تر دې مخکې هم د مارچ اتمه د ښځې نړېوالې ورځې په توګه لمانځلو سره مخالفتونه شوي دي.

له ۲۰۱۸م کال راهیسې د پاکستان په لویو ښارونو کې د ښځو حقونو ته د پاملرنې په موخه د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت مارشونه ترسره کیږي.

خو د لاهور ښار چارواکو دا ځل دغې مظاهرې ته اجازه نه ده ورکړې. چارواکو د جمعې په ورځ ناوخته د مارش تنظیمونکو ته په یوه خبرتيا کې ويلي دي چې دغې مظاهرې ته د امنيتي اندیښنو او هغو «بحث پارونکو کارټونو او بنرونه» په دلیل اجازه نه ورکوي چې معمولا د مارش ګډونوال له ځانه سره لیږدوي.

ورته مطالب: پاکستان: سنا په میراث کې د ښځو د ونډې مسوده تصویب کړه

د فرانس پرس په رپوټ کې طلاق، جنسي آزار او اذیت او په ښځو کې مياشتنی عادت د بحث پارونکو مواردو په توګه ښودل شوي دي چې د مارش ګډونوال يې پر پلاکاټونو لیکي او له ځانه سره لیږدوي.

خو په مقابل کې يې په پاکستان کې د «حیا» په نوم مارشونو ترسره کېدل معمول دي کوم چې د مذهبي ډلو له خوا د اسلامي ارزښتونو د حفظ په موخه ترسره کیږي.

حیبا اکبر د لاهور عورت يعنې د ښځو مارش له تنظیمونکو څخه یوه ده. هغې یاد آژانس ته وويل: «دا زموږ له حقونو څخه سرغړونه ده.» هغه وايي چې د چارواکو دغه تصمیم د «حکومت د وړتيا په تړاو پوښتنې راولاړې کړی دي تر څو د دواړو ډولو د تجمع د آزادۍ حق مدیریت کړي.»

د آرشیف انځور - پاکستانۍ فعالانې په اسلام آباد کې د ۲۰۱۹م کال د مارچ اتمه، د ښخو نړېوالې ورځې په مناسبت یوه مارش کې
د آرشیف انځور - پاکستانۍ فعالانې په اسلام آباد کې د ۲۰۱۹م کال د مارچ اتمه، د ښخو نړېوالې ورځې په مناسبت یوه مارش کېانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

ورته مطالب: په پاکستان کې دوه نارینه پر اعدام محکوم شوي

د لاهور چارواکي په داسې حال کې د عورت يا د ښځو مارش ته اجازه نه ده ورکړې چې سږکال يې د حیا مارش ترسره کولو ته اجازه ورکړې ده.

په پاکستان کې د عورت مارش تنظیمونکي د پر له پسې مخالفتونو له وجې اغلب مجبور شوي چې قانوني اقداماتو سره متوسل شي.

په پاکستان کې د ښځو د مارش تظیمونکي او ګډونوال، د غربي او لیبرال ارزښتونو پر ترويجولو او مذهبي او کلتوري حساسیتونو ته په نه درناوي تورن شوي دي.

د خبرځای په حواله په پاکستان هر کال په سلونو زره ښځې د نارینه وو له خوا د «عزت» سره په تړاو وژل کيږي. د بخښنې نړیوال سازمان، امنيستي، ويلي دي چې د لاهور وروستی تصمیم، د «تجمع حق ته یو غیرقانوني او غیرضروري محدودیت» ښودلی دی.

ورته مطالب: پاکستان پر ترانس جندر فلم لګېدلی بنديز لغوه کړ

 په پلازمينه اسلام آباد کې چارواکو په دې ارتباط امنيتي دلایل رامخته کړي او وايي چې د عورت مارش دې په یو پارک کې ترسره شي کوم چې په فبرورۍ میاشت کې په کې پر یوه ښځه ډلیز جنسي تيری شوي وو.

خو د مارش تنظیمونکو په یوه اعلاميه کې ټينګار کړی او ويلي دي چې «موږ یو فمینیست خوځښت یو، موږ به پارک کې نه بلکې واټونو ته راووځو.»  

په ۲۰۲۰م کال کې په لويو وان ډوله موټرو يا ګاډو کې سپرو یوې ډلې سخت دريځه افراطي نارينه و د ښځو د مارش پر ګډونوالو د ډبرو ګوزارونه کړي ول.

ورته مطالب: د پاکستان پوليس: پر يوې امريکايي د ډله ایز جنسي تيري په تور دوه کسان نيول شوي

  (AFP)mks/mns/

آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل