1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

پاکستان پر ترانس جندر فلم لګېدلی بنديز لغوه کړ

۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

په پاکستان کې هغه فلم ته چې د يوه متاهل نارينه او يوې ترانس جندر ښځې ترمنځ مينه ښيي، د نندارې اجازه ورکړل شوې ده. په دې سره هغه بنديز لرې شو چې د افراطي اسلامپالو د فشارونو له کبله ورباندې لګېدلی وو.

https://p.dw.com/p/4JdsR
جويلند د ترانس جندر يو فلم دی
جويلند د ترانس جندر يو فلم دیانځور: caps/Khoosat Films/AP Photo/picture alliance

په پاکستان کې هغه فلم ته چې د يوه متاهل نارينه او يوې ترانس جندر ښځې ترمنځ مينه ښيي، د نندارې اجازه ورکړل شوې ده. په دې سره هغه بنديز لرې شو چې د افراطي اسلامپالو د فشارونو له کبله ورباندې لګېدلی وو.

د »جويلند« په نوم فلم کره کتونکو ډېر ستايلی او د کن د فلمونو فستيوال د ژوري جايزه يې هم ګټلې ده. خو د سخت دريځو د مخالفتونو له امله د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تېره اوونۍ خپله ويټو صادره کړه او دغه فلم يې »د حيا او اخلاقو د ارزښتونو خلاف« وباله. ورسره جوخت یې د سانسور کوونکو له خوا د فلم د ارزونې امر هم وکړ.پاکستانۍ ترانس ډرامې د کن «کوير جايزه» وګټله

محمد طاهر حسن چې د فلمي سانسور کوونکو د مرکزي بورډ مشر دی، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې »د بورډ له خوا د هغه د نندارې هيڅ خنډ نه شته« او دا چې »خپروونکي يې دغه فلم له سبا سهار راهيسې ښودلی شي که يې وغواړي.«

داسې ادعا کيږي چې په ډېر محافظه کار پاکستان کې د ترانس جندر ټولنې حقونه د قانون له مخې خوندي دي. خو د ټولنيزو کليشه يي افکارو له کبله ډېر داسې انسانان مجبوره دي چې د ټولنې په څنډه کې ژوند وکړي او د ژوند د تامين له پاره سوال، په ودونو کې ګډا کولو يا د پيسو په بدل کې جنسي اړيکو ته مخه کړي.پاکستان د نرښځيانو د سپکاوي ضد تليفوني ليکه فعاله کړه

په دې ترڅ کې هغه حفاظت چې د قانون له مخې يې لري او هدف يې د زدکړو او کار په برخه کې د توپيري چلن مخنيوی دی، د اسلامپالو ګوندونو له خوا ننګول کيږي. د ترانس جندر فعالين پر »جويلند« فلم باندې د بنديز تر وضع کېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې خپل غږ اوچت کړ.

د بشري حقونو ډلې، امنستي انترنشنل يا د بخښنې نړيوال سازمان وويل چې د ترانس جندر يا نرښځيانو دغه فلم ته منفي غبرګونونه »د ژورو رېښو لرونکي او دوام داره هغه مخالفت يوه برخه ده چې په ټولنه کې د هغوی د برابر موقعيت« مخه نيسي.  

آ./ن.ص./ن.ز.