1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: سنا په میراث کې د ښځو د ونډې مسوده تصویب کړه

۱۳۹۹ بهمن ۱, چهارشنبه

د پاکستان سنا مجلس په میراث کې د ښځو د ونډې اړوند شخړیزو قضیو د زر تر زره بررسۍ کیدو قانوني مسوده تصویب کړې ده. یو شمیر کړۍ په میراثي ملکیتونو ښځو ته د مساوي حقونو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3o9oz
Pakistan Marsch der Frauen beim Internationalen Frauenstag
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

په پاکستان کې د تیرو دوو لسیزو راهیسې د ښځو د حقونو په هکله مختلف قوانین جوړ شوي دي. همدارنګه تیر کال د جایداد او ملکیتونو په برخه کې هم ځینې قوانین جوړ کړای شول، چې دا دی اوس په هغه کې یو څه اصلاحات رامنځته شوي دي.

دې قانوني مسودې ته ولې اړتیا پيښه شوه؟

دا مسوده د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې په ۱۸ نیټه) د عدلیې وزارت له خوا منظور شوې وه. سناتور جاوید عباس چې دغه مسوده یې وړانیز کړې ده دویچه ویله ته وویل: «په پاکستان کې په میراثي جایدادونو کې د ښځو د حق په اړه د شخړو قضیې په محکمو کې کلونه کلونه وخت نیسي. په دې اړه مخکې هم قوانین جوړ شوي دي او اوسنۍ مسوده په همدغو قانینو کې اصلاحات دي چې پر بنسټ به یې اړونده څارنوالي مکلفیت ولري چې په شپيتو ورځو کې دننه داسې دعوې حل کړي، او که نه نو باید یي سیمه یزې محکمې ته واستوي او قاضي مکلف دی چې په دوو میاشتو کې دننه دننه په دې هکله پریکړه وکړي.»

نوموړي زیاته کړه چې په اوسني قانون کې د دوسیو د پریکړې له پاره هیڅ وخت نه دی محدود شوی «چې له امله یي ښځې د خپل حق ترلاسه کولو له پاره باید څو کاله انتظار وباسي. اوس مونږ یو وخت قید کړی دی او حکومت ته مو ویلي دي چې د داسې ځایونو له پاره دې یو ځانګړي قاضي وټاکي، څو دا ډول قضیې بررسي کړي.» 

خو یو شمیر کړۍ دا مستوده نیمګړې بولي، ځکه په خبره یي په دې مسوده کې د ښځو د مساوي حقونو په اړه هیڅ ډول یادونه نه ده شوې. په پاکستان کې د بشري حقونو کمیسیون مرستیال اسد بټ وایي چې د میراثي قضیو د پریکړې له پاره د وخت محدودول یو مثبت ګام دی، خو حکومت ته پکار دي چې په وراثت کې د ښځو د مساوي حقونو خبره هم وکړي.

همدارنګه د پاکستان د پارلمان پخوانۍ استازې بشری ګوهر د اسد بټ له خبرې سره موافقه ده. نوموړۍ د دې مسودې په تائیدولو سره دویچه ویله ته وویل: «په سنا مجلس کې باید په دې اړه تفصیلي بحث وشي او په میراثي ملکیتونو کې باید ښځې مساوي حق ولري. د ښځو د ونډې ناانډولتوب د اساسي قانون او د ښځو د نړیوالو تړونونو خلاف دی.»

د ښځو د حقونو یو شمیر نورو مدافعینو هم دې ته ورته څرګندونې کړي دي.

ع.س. اسلام آباد/ش.ن./ا.ا.