1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د طالبانو پلاوی د رئيسي د جنازې په مراسمو کې ګډون کوي

۱۴۰۳ خرداد ۲, چهارشنبه

د طالبانو يوه لوړ پوړي پلاوي د ايران د فقيد ولسمشر ابراهيم رئيسي، د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی. په پام کې ده چې رئيسي به د پنجشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/4g8bx
د ملا برادر اخوند په مشرتوب يو پلاوی د ايران د ولسمشر په جنازه کې ګډون کوي
د ملا برادر اخوند په مشرتوب يو پلاوی د ايران د ولسمشر په جنازه کې ګډون کويانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د طالبانو د ادارې وياندې ذبيح الله مجاهد، د سې شنبې په ورځ د ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکه کې ليکلي دي «په پام کې ده چې د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا برادر اخوند، په مشرتوب د افغانستان د اسلامي امارت يو پلاوی چې د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي، هم پکې شامل دی، سبا په تهران کې د ايران د فقيد جمهور رئيس سيد ابراهيم رئيسي، د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.»

د طالبانو ادارې تر دې دمخه د ایران د ولسمشر او ورسره مله پلاوي د مړینې له کبله د ايران له ملت سره خواخوږي څرګنده کړې وه.

د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي، د بهرنيو چارو وزير امير حسين عبداللهيان، او څو نورو چارواکو د يکشنبې په ورځ د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د څرخي الوتکې د رالوېدو په پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پرون، سه شنبه په تبریز ښار کې د رئيسي د جنازې مراسم پېل شول او نن په تهران کې دوام لري. په پام کې ده چې د رئيسي، مړی به سبا په مشهد ښار چې د نوموړي د زيږېدو ځای دی، خاورو ته وسپارل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب