1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امريکا: د رئيسي د مړينې مسئوليت ايران لري

۱۴۰۳ خرداد ۱, سه‌شنبه

د امریکا متحده ايالاتو په حواله ولسمشر رئيسي، پر خرابې هوا سربیره په يوې ۴۵ کاله زړې چورلکه کې سپور وو. واشنګټن وايي چې د رئيسي پر مړينې سربیره به هم د ايران په اړه د امريکا دريځ بدل نه شي.

https://p.dw.com/p/4g5bZ
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو مېلر
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو مېلرانځور: Nathan Howard/AP/picture alliance

د يکشنبې په ورځ د څرخي الوتکې د رالوېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر ابراهيم رئيسي، د بهرنيو چارو وزير امير عبدللهيان، د ايران د لويديځ اذربايجان ولایت والي مالک رحمتي، د تبریز امام سيد محمد الهاشم او د ولسمشر د ساتونکې قطعې مشر سيد مهدي موسوي، په ګډون نهه کسان ووژل شول.

امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر رئيسي، پر مړينه په رسمي توګه تسليت څرګند کړی دی. بل لوري ته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو مېلر، له خبريالانو سره د خبرو پر وخت ويلي دي چې تهران پخپله د دې پېښې مسئول دی.

مېلر وويل چې «د خرابې هوا پرته د يوې ۴۵ کاله پخوانۍ څرخي الوتکې د کارولو مسئوليت ايران پخپله لري.»

تر دې دمخه د امريکا د دفاع وزير لوېډ آستن، ويلي ول چې «امريکا په دې حادثه کې هیڅ نقش نه لري.» هغه ويلي ول چې «زه په دې اړه هیڅ اټکل نه شم کولی چې د دې پېښې علت به څه وي.»

امريکا: ايران له موږ څخه مرسته غوښتې وه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند میتيو مېلر، ادعا کړې ده چې د څرخي الوتکې تر حادثې وروسته ايران له امريکا څخه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د لوژيستکي دلایلو پر اساس د ایران غوښتنه نه وه منل شوې.

نوموړي دا ونه ويل چې د ایران له لوري د څه ډول مرستې غوښتنه شوې وه، ځکه د ايرن او امريکا ترمنځ اړيکي ترنګلي دي. 

دواړه هېوادونه له يو بل سره سفارتي اړيکي نه لري او امريکا د ایران د اتومي پروګرام له کبله پر دغه هېواد يو لړ اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

مېلر خبريالانو ته وويل: «زه نه غواړم جزيات په ډاګه کړم خو غواړم دا ووايم چې د ايران حکومت په دې معامله کې زموږ څخه مرسته غوښتې وه.» نوموړي زياته کړه چې «په لوژيسيتک پورې تړلو پراخې کچې علتونو له کبله موږ هيڅ هم ونه کړای شول.»

«د ایران په اړه به د امريکا دريځ بدل نه شي»

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د ولسمشر ابراهيم رئيسي، له مړينې سره به د ايران په اړه د امريکا په اساسي دريځ کې هیڅ تغير را نه شي.

د وزارت ویاند زياته کړې: «د رئيسي پر مړینه زموږ تسليت کومه ناسمه اشاره نه ورکوي او نه هم د هغه په اړه زموږ په نظر کې بدلون راولي.»

مېلر ټینګار وکړ چې امريکا به خپل بندیزونه په بشپړه توګه عملي کوي او دا بندیزونه به د ایران د حکومت له خوا پر کاريدونکو الوتکو هم لګيدلې پاته وي.

نوموړي زياته کړې چې «د ایران په اړه زموږ دريځ نه دی بدل شوی او بدل به هم نه شي. موږ به د ایران د خلکو د بنسټيزو آزاديو له پاره خپلې هلې ځلې جاري وساتو او د تهران له لوري د ترهګرۍ د ملاتړ پر وړاندې به مبارزې ته دوام ورکړو.»

په دې منځ کې د امريکا د ملي امنيت شورا مشاور جان کیربي، د څرخي الوتکې په حادثه کې د ایران د ولسمشر د مړينې په اړه خبرو اترو په ترڅ کې وويل: «موږ په يوه حادثه کې د نوموړي پر مړينه افسوس کوو او په رسمي توګه مو د هغه پر مړينه تسليت څرګند کړی دی، خو هغه يو داسې کس وو چې لاسونه یې د خلکو په وينو ککړ وو.»

کيربي وويل: «رئيسي د بشري حقونو په بوږنوونکو سرغړونو کې ښکيل وو.»

ب. ص/ ن.ز (ap, afp, Reuters, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب