1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسکو په غونډه کې پر ټولګډونه حکومت ټینګار

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ګډونوالو پر یوه ټولګډونه حکومت ټینګار وکړ. هغوی له امریکا هم وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. د طالبانو غبرګون څه دی؟

https://p.dw.com/p/4Jf4L
په مسکو کې د روسيي د بهرنیو چارو وزارت
په مسکو کې د روسيي د بهرنیو چارو وزارتانځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/M. Blinov

روسیي او د افغانستان د ګاوندیو هيوادونو استازو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نوامبر ۱۷) په مسکو کې د »مسکو فارمټ« په چوکاټ کې د افغانستان په اړه بحث وکړ. دې غونډې ته د افغانستان په استازولۍ د طالبانو له ډلې څوک نه ول بلل شوي.

د روسيي د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې د پایلو په اړه اعلامیه خپره کړې او انټرفکس خبري آژانس د اعلامیې له قوله لیکلي: «په دې ناسته کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیتي شرایطو، د دغه هېواد اقتصادي لرليد په اړه بحث او نظرونه تبادله شول. پردې سربیره د یوه واقعي ټولشموله حکومت جوړول چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو استازولي وکړي ټینګار وشو.»

رپوټ زیاتوي چې د ترهګریزو او د نشه يي توګو ګواښونو له منځه وړل هم ددې غونډې نور مهم ټکي ول.

اړوند مطالب:مسکو: د رسميت پېژندنې اصلي شرط د بشري حقونو رعايت دی

د روسيي د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «په دې ناسته کې وویل شول چې واشنګټن باید د افغانستان ټولې کنګل شوې شتمنی ازادې کړي، د امریکا له متحده ایالاتو او د ناټو غړو هيوادونو څخه وغوښتل شول چې د خپل شل کلن ماموریت له امله رامنځته شوي زیانونه جبران کړي.»

د دې ناستې ګډونوالو، د افغانانو د خپل منځي سولې له هلو ځولو د ملاتړ ترڅنګ د «مسکو فارمټ» مشورتي ناستې تر چتر لاندې په سیمه کې د ټیکاؤ له پاره د هلو ځلو پر دوام هوکړه وکړه.

د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم تصویب شوه.

د افغانستان په اړه د مسکو په دې څلورمه ناسته کې د افغانستان له پاره د روسيي ځانګړي استازي، جګپوړو روسي چارواکو، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون کړی ؤ، دغه راز، د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د ترکیي استازي هم دې ناستې ته وربلل شوي ول.

د طالبانو غبرګون

طالبانو سره له دې چې دې ناستې ته د نه وربللو له امله نېوکه کړې، خو تر ناستې وروسته یې د دې ناستې له ګډې اعلامیې چې په هغې کې پر سیمه یزو مثبتو میکانیزمونو ټینګار شوی هرکلی وکړ.

آرشیف: طالبانو په سیمه ییزو او نړېوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه وکړه
آرشیف: طالبانو په سیمه ییزو او نړېوالو غونډو کې د ګډون غوښتنه وکړهانځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د سیمې هېوادونو ته ژمنه ورکړې چې هیچا او ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د سیمي ټیکاؤ ته ګواښ پېښ کړي.

اعلامیه کې زیاته شوې چې د «فتنه اچونکو ډلو» او نشه يي توکو د کښت او قاچاق پرضد یې ځینې اقدامات هم کړي دي.

دغه راز، طالبانو ټینګار کړی دی چې د یوه خپلواک حکومت په توګه هیڅ یوه هېواد ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې پوځي تاسیسات جوړ کړي.

 طالبانو د سیمې له هيوادونو او نړېوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان په اړه دغه ډول ناستو ته یې وروبولي.

د طالبانو مخالفو جریانونو بیا د مسکو ناستې ته د طالبانو له نه وربللو هرکلی کړی.

آرشیف: د مقاومت جبهه د مسکو په غونډه کې د طالبانو له نه ګډون هرکلی کوي
آرشیف: د مقاومت جبهه د مسکو په غونډه کې د طالبانو له نه ګډون هرکلی کويانځور: Mojib Rahimi

د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا تر نامه لاندې یوه سیاسي جریان چې له افغانستانه بهر جوړ شوی په دې اړه په خپله اعلامیه کې ویلي: «د ملي مقاومت شورا، یادې شوې ناستې ته د طالبانو نه وربلل یو ارزښتمن ګام او د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوی بولي او د دغه اقدام هرکلی کوي. دغه راز، دا ددې ډلې د نه مشروعیت او له خلکو څخه د نه استازولۍ  په اړه واضح نړېوال تایید بولي.»

دې سیاسي جریان هم د مسکو له ناستې هرکلی کړی دی.

د روسیې او سیمې هېوادونو اندېښنې

سره له دې چې د سیمي هيوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینې هېوادونه له دې ډلې سره نیږدې اړیکې پالي.

اړوند مطالب: مسکو د افغانستان په اړه نړیوالو خبرو کوربتوب کوي

کارپوهان وايي، پر دې سربیره چې دغه هيوادونه طالبانو سره نیږدې اړیکي لري خو ترڅنګ یې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو په اړه هم اندېښمن دي.

سیاسي شنونکي سید فاضل سانچارکي دویچه ویله ته وویل، له تېر یوه کال راهیسې د ازبکستان، تاجیکستان سخت دریځې ډلې او د چین اویغوریان د افغانستان په شمالي پولو کې ځای پر ځای شوي او له هغه ځایه د منځنی اسیا هيوادونه ګواښي.

په دې وروستیو کې داسې رپوټونو خپاره شوي چې د طالبانو او امریکا استخباراتي چارواکو په قطر کې سره کتلي. شنونکي وايي دغو لېدنو کتنو د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو له اړخه د سیمې هيوادونو ته شکونه ورپیدا کړي.

سانچارکي په دې اړه وویل: «له امریکا سره د طالبانو ګونګي او څو اړخیزې اړیکې، د پيسو لېږل، پټې کتنې او د پيسو چاپ لامل شوي چې د سیمې په هيوادونو کې شکونه او ګومانونه رامنځته کړي، چې ښايي طالبان د امریکا یوه پروژه اووسي.»

د سانچارکي په وینا، د افغانستان د ګاونډیو هيوادنو له چلند څخه داسې څرګندیږي چې هغوی غواړي طالبانو سره په ټیټه کچه خپلې اړیکې وساتي، چې دا پر طالبانو د سیمي هيوادونو بې باوري ښيي.