1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي له رسنیو او خبریالانو مالي ملاتړ کوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خصوصي رسنیو سره د طالبانو د مالۍ ملاتړ په اړه غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د رسنیو خپلواکي بايد تر سیورې لاندې را نه شي.

https://p.dw.com/p/4R50t
Afghanistan | Journalisten
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د اطلاعاوتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا غزني ولایت ته د خپل سفر پرمهال له خبریالانو او د رسنیو مسؤلینو سره په یوه ناسته کې ویلي دي، که رسنۍ او خبریالان له اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ وي، دوی ورسره مرسته او همکاري کوي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع دویچه ویله ته وویل: «د ټولو خبریالانو لپاره کومه ځانګړي طرحه تر کار لاندې نه ده، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له هغو رسنیو سره چې له اقتصادي او مالي ستونزو سره مخ دي، مرسته او همکاري کوي، تر څو ونه تړل شي، چې دا کار یې پخوا هم کړی دی.»

اړوند مطلب: د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې د رسنیو د حقونو درناوی وکړي

قانع وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مخکې رسنیو ته مالیاتي جریمې بښلي دي  او دغه راز یې د رسنیو مسؤلینو ته ویلي دي، چې تر راتلونکو درېیو کلونو دې دولتي ادارو ته باقي مالیات ور کړي. 

دغه خبر د رسنیو او خبریالانو له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شوی. د یو شمېر رسنیو مسؤلین وایي، چې له مالي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. خو وایي، چې د طالبانو مالي ملاتړ سره محدودیږي او نشي کولی، چې ازاد فعالیت وکړي.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

د بامیان ولایت یو خبریال سید احمد موسوي، له رسنیو او خبریالانو سره د طالبانو مالي ملاتړ مخالف دی. هغه وویل: «د حکومت له لورې مالي ملاتړ، د خبریالانو خپلواکي او بې طرفي تر سوال لاندې راولي او که د رسنیو ملاتړ کیږي، باید د نړیوالو او د رسنیو ملاتړ بنسټونو له لارې دې وشي.»

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه طالبان واک ته ورسیدل، تقریبآ نیمایي تلویزوني، غږیزې او چاپي رسنۍ د مالي او اقتصادي ستونزو او د طالبانو له خوا د محدوديتونو له کبله خپل فعالیت وځنډاوه.

اړوند مطلب: د طالبانو محکمه د لسو رسنیو د فعالیت په اړه پرېکړه کوي

د افغانستان ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې اقدام ملاتړ کړی، خو ویلي یې دي چې باید امتیازات په عادلانه ډول په پام کې ونیول شي.  خو د اندیښنې په څرګندولو سره زیاته کړې ده، چې رسنۍ باید محدودې او سانسور نه شي.

نی ویلي دي: «رسنیو ته د امتیازاتو ورکولو هدف باید د رسنیو پرمختګ، د بیان د ازادۍ تقویه او معلوماتو ته لاس رسی وي، نه دا چې هدف په رسنیو کې کې تولید شوي محتوا محدود او سانسور کول وي.»

اړوند مطلب: خبریالان : افغان رسنۍ په قانوني خلا کې رسنيز فعالیت کوي

نۍ له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د رسنیو سره همکاري او د هغوی ملاتړ وکړي او پرینږدي، چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ، اطلاعاتو او عامه پوهاوي ارزښتونه له منځه ولاړ شي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې لسګونه خبریالان او د رسنیو فعالان د نامعلومو دلایلو له مخې نیولي او بندیان کړي دي. په دوی کې مرتضی بهبودي، یو افغان - فرانسوی خبریال هم دی، چې د راپور چمتو کولو لپاره افغانستان ته تللی و او د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی.