1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو عواید ولې دېر شوي؟

۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبه

د ناټو د یوه راپور پر بنسټ طالبانو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې تر ۱،۶ میلیارده ډالرو پورې عواید ترلاسه کړي دي. ددغو عوایدو سرچینې کومې دي او د طالبانو پر اوسني دریځ څه اغیز لرلی شي؟

https://p.dw.com/p/3inNs
Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د ناټو دغه محرم راپور د ازادې اروپا راډیو خپور کړی، چې پکې د طالبانو مخ پر زیاتېدونکي مالي او پوځي ځواک خبرداری ورکړل شوی. په رپوټ کې د نشه يي توکو ناقانونه راکړه ورکړه، کانونه او د ځینو توکو صادرات د طالبانو د عوایدو د اصلي سرچینو په توګه یادې شوي.

رپوټ زیاتوي: «طالبانو په تخمیني توګه په تېر مالي کې چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۰مه پای ته ورسېد،۱،۶ میلیارده ډالر ترلاسه کړي دي.» په دغه رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې چې طالبان پوځي او مالي خپلواکۍ ته نیږدې شوي دي.

راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو دغه مالي او پوځي خپلواکي ښايي ددې لامل شي چې خپلې جګړې ته د بهرنیو هېوادونو له ملاتړ پرته هم دوام ورکړي.

کانونه، د طالبانو مهمه عایداتي سرچینه

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولایت استازي مولوي ذبیح الله عتیق دویچه ویله ته وویل، د طالبانو عواید ښايي له هغې ډیر لوړ وي چې د ناټو په دغه رپوټ کې راغلي دي. هغه زياتوي: «طالبان یوازې د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د طلا یا سرو زرو کان څخه د کال ۴ میلیونه ډالر عایدات لري.»

د افغان پارلمان ددغه غړي پروینا دا د بدخشان ولایت له کانونو څخه د طالبانو د عایداتو راټولولو یوازې یوه کوچنۍ بیلګه ده، طالبان په ډیری ولایتونو کې پر کاني زیرمو واکمن دي او هلته خپلو کېندونو ته دوام ورکوي.

Afghanistan Kabul Lapis Lazuli Stein
انځور: picture-alliance/CPA Media/P. Gabanielli

د چارو کتونکي وايي، طالبان له کانونو پرته د عایداتو نورې ډېرې مهمي سرچینې هم لري. سیاسي شنونکي ذاکر جلالي دویچه ویله ته وویل، طالبان اوس د عایداتو پر ثابتو سرچینو واکمن دي.«د بیلګې په توګه طالبان پراخه جغرافیه ترخپل کنترول لاندې لري، چې په هغو کې لویې لارې هم شاملي دي، اوس طالبان ګمرکي تعرفي ورکوي، طبيعي زیرمې د طالبانو په سیمو کې دي، له زراعتي محصولاتو هم خپل سهم وړي، عشر او زکات د طالبانو بله مالي سرچینه ده چې مذهبي اړخ لري.»

اړونده موضوع: چارواکي: طالبانو د لاجوردو یو لوی کان نیولی دی

د ښاغلي جلالي پروینا، طالبان د بهرنیو موسسو له رغنیزو پروژو هم د حکومت په څیر مالیې اخلي، دغه راز مخابراتي شرکتونه طالبانو ته ونډه ورکوي او دې ورته ډیرې نورې سرچینې هم شته.

مالي خپلواکي د طالبانو دریځ ته څه لري؟

سیاسي شنونکي وايي مالي خپلواکي د مذاکراتو په میز کې د طالبانو دریځ پياوړی کوي. ذاکر جلالي په دې اړه وویل:«اوس طالبان د خبرو په میز له دې فشار سره مخ نه دي چې ګواکې که په خبرو کې پرمختګ ونه شي نو اقتصادي سرچینې به پرې ودریږي.»

ددغه شنونکي پر باور طالبانو د جګړې په پایله کې دغو مالي سرچینو ته لاسرسی موندلی چې اوس یې هغوی پر ځان بساینې ته نیږدې کړي دي.

دا رپوټ داسې مهال خپریږي چې له تېرې یوې نیمې اونۍ د طالبانو او افغان حکومت مرکچې پلاوي په قطر کې خبرو ته سره ناست دي.

ددغو خبرو په اړه وروستي مالومات ښيي چې دواړه پلاوي لاهم د رسمي مذاکراتو د پيل لپاره پر یوې مشخصې کړنلارې موافقې ته نه دي رسیدلي.

اسماعیل شاکر – کابل