د سویس موزیم کې دوه سری کیشپ ۲۵ کلن شو
۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبهد ژانوس په نامه دغه ژوی د سویس هېواد د ژنیف ښار د طبیعت تاریخ په موزیم کې یو له مهمو سیاحتي جاذبو شمیرل کیږي چې ګڼ شمیر کسان یې لیدو ته ورځي.
ژانوس د هغه د زوکړې په ورځ د غاښونو په برس سره ومینځل شو او د دې ژوي نورې ټولې اړتیاوې د هغه د پالونکو له لوري په موزیم کې پوره کېږي. دا یوناني کیشپ هره ورځ په شین چای مینځل کیږي، په منظمه توګه مساج ورکول کېږي، ځانګړي خوراکي رژیم لري او روغتیایي وضعیت یې په منظمه توګه څارل کېږي. ژانوس ته طبیعي میوې او سبزيجات ورکول کېږي.
په آلمان کې يو ۱۱ ميليونه کاله پخوانی کيشپ وموندل شو
دوه ځله جشن
ژانوس چې دوه زړونه، دوه سږي او حتی دوه ځانکړي شخصیتونه لري، ځینې وخت د ژانوس دواړه سرونه هڅه کوي چې مخالفو لورو ته لاړ شي. د دې کیشپ د ساتوونکو ډلې مشرې انجلیکا بورګوین وویل: «ښی لوري ته سر یې ډېر ویښ او ځېرک دی او پیاوړی شخصیت لري؛ مګر چپ لوري ته سر یې ډېر غیر فعال او د خوړلو سره ډېره مینه لري.»
«دلفينان د روسيې له جنگی بيړیو څخه ساتنه کوي»
د ژانوس د پاملرنې ډله په دوام داره توګه د هغه څارنه کوي او تل چمتو وي که چیرې هغه چپ لوري ته واوړي نو هغه باید بیرته سم کړي، ځکه امکان شته چې په داسې حالت کې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړي.
دغه دوه سری کیشپ په ۱۹۹۷ کال کې زیږیدلی او نوم یې ژانوس ایښودل شوی چې د دوه مخونو رومي خدای ته اشاره کوي.
د کارپوهانو په وینا که ژانوس په ځنګل کې پاتې شوی وای، نو هغه به د نورو ښکاري حیواناتو له چېچلو څخه خوندي نه وی پاتې شوی او ممکن ژوندی هم نه وی پاتې شوی ځکه سر یې نه شي کولی د ځان ساتنې لپاره خپلې خولۍ ته ننوځي.