په آلمان کې يو ۱۱ ميليونه کاله پخوانی کيشپ وموندل شو
۱۳۹۹ تیر ۱۵, یکشنبهد آلمان په شمال کې د يوه څه نا څه ۱۱ ميليونه کاله پخواني کيشپ پاتې شوني موندل شوي دي. د دغه حيوان د ملا پترۍ او هډوکي يې هم ورسره پراته وو. دغه هډوکي کېدای شي د دغه لرغوني ژوي د لاسونو او پښو هډوکي وي. دغه حيوان په دغه سيمه کې د کېدونکو سپړنو او کيندنو د چارو د مشر، ګېرهارد هوپفنر په خبره لږ تر لږه دوه متره اوږد بدن درلود. دغه موندل شوي هډوکي او پاتې شوني د هغه د ټيم د غړو له خوا د اوونيو اوږدو کيندنو او سپړنو پايله ده. دغه لرغوني توکي به اوس د لوبک ښار د طبيعت او چاپېريال موزيم ته په اختيار کې ورکړل او نندارې ته وړاندې شي.
نور سمندري ژوي هم موندل شوي دي
د دغه لوی او يوه بل واړه کيشپ تر څنګ د هوپفنر سپړنډلې د مرجانو او د يوه اوږده پلن کب د لشکې يا نېښ ترڅنګ د دولفين ککرۍ او د يوې مرغۍ لرغوني هډوکي هم موندلي دي. ټول دغه توکي د اتو تر شلو مترو ژورې يوې کندې څخه راويستل شوي دي. د هوپفنر په وينا دغه موندل شوي توکي د آلمان په شمال کې د پروت سمندر د ژويو د پخوانۍ تنوع يو بشپړ انځور وړاندې کوي.
د هغه د څرګندونو له مخې، په تېره د کيشپونو لرغوني پاتې شوني ډېر نادر دي ځکه چې بدنونه او مړي يې تر مړينې وروسته ډېری وخت د ښکاري کبانو له خوا خوړل کيږي او زغرو ته ورته د ملا د حفاظت پترۍ يې هم اکثراً زر رژيږي. د آلمان د شمال په ګروس پامپاو کې په دغه ياده کنده کې د څه باندې دېرشو کلونو راهيسې په ميليونو کالونه زاړه د نهنګانو او سمندري سپو او نورو ژويو سکلېټونه هم موندل کيږي. علت يې د جيولوجۍ يا ځمک پېژندنې يوه ځانګړتيا ده. په دغه ځای کې د آلمان د شمالي سمندر لرغونی تل د ځمکې تر اوسنۍ سطحې يوازې يو څو متره ښکته پروت دی.
يو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: