1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دلفينان د روسيې له جنگی بيړیو څخه ساتنه کوي»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

د سپوږمکيو عکسونو ښودلې ده، چې روسېې روزل شوي دلفینان د تورې بحيرې په سمندري اډه کي ځای پر ځای کړي دي. دغه دلفينان تر اوبو لاندي د روسيې اوبتلونو د ساتني او څارني دنده پر غاړه لري.

https://p.dw.com/p/4Anz7
Gemeiner Delfin
آرشيف انځورانځور: V. Legrand/blickwinkel/AGAMI/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو سمندري سازمان موندلي چې روسیې پر اوکراين د بريد پر مهال د پوځي عملياتو له پاره روزل شوي دلفينان په توره بحيره کي ځای پر ځای کړي وو. دغه موندنه د سپوږمکيو په مرسته پر اخيستل شويو عکسونو له څيړني وروسته شوې. ياد سازمان يو مستقل دفاعي او امنیتي سمندري انجمن دی. د انجمن په وينا عکسونو ورته ښودلې چې د فبرورۍ په مياشت کې د روسيې له خوا پر اوکراين د بريد سره مل و کريمیا ته نږدې د سواستوپل بندر د ننوتلو په دروازه کي دوه دلفينه خوشي شوي وو. د کریمیا ټاپو په ۲۰۱۴م کال کي د روسيې له خاوري سره يو ځای کړل شو. دغه ټاپو د روسي پوځيانو له پاره ستراتيژيکه مهمه سيمه ده.

سواستوپل کريميا ته د نږديوالي له کبله د کريملين له پاره يوه مهمه سمندري پايگاه گڼل کيږي. د امريکا د متحده ايالاتو د سمندري سازمان ارزونه دا ده چې د روسي سمندري ځواک لوړ ارزښت لرونکي نظامي بيړۍ له اوکرايني توغنديو له ممکنه واټن څخه ليري په بندر کي درېدلي دي. خو په وینا يې د اوبتلونو له خوا ورته ممکنه گواښ موجود اوسېدلای سي. د امريکايي ياد سازمان د اټکل له مخي ښايي له همدې کبله دلفينان له اوبتلونو څخه د روسي نظامي بېړيو د ساتنې په دنده گومارل شوي وي. دغه دلفينان دنده لري چي اوبتلونه وڅاري او په دې توگه د روسي بېړيو ساتنه وکړي.

له دغه دلفينانو څخه پخوا هم تر اوبو لاندې په پوځي عملياتو کې کار اخيستل شوی دی. د سړې جگړې پر مهال، شوروي اتحاد او د امریکا متحده ايالاتو د دښمن سمندري ماينونو او لامبوزنو د پيدا کولو له پاره دلفينان روزل.

په ۱۹۹۱م کال کې  د شوروي اتحاد له منځه تلو وروسته د اوکراين په خاوره کې دلفینانو روزنه د پوځي عملياتو  پروگرام شو، خو کريميا بیرته د روسيې لاس ته ولويده. پخوا د دواړو هېوادونو تر منځ داسې تړون و چې روسيې او اوکراين په دغه سیمه کي يوه ستراتيژيکه او گډه پايگاه لرله، خو د روسيې له خوا د کريمیا نيول او ورسره يوځای کيدلو دغه تړون اوس عملي نه دی.

له نورو حيواناتو څخه هم په جگړه ايزو او پوځي عملياتو کي کار اخیستل کيږي. د بيلگې په توگه، په کامبوديا کي روزل شويو مږو څخه د جنگ په ميدانونو کي د زمکنيو ماينونو په پيدا کولو کي کار اخيستل کيده. د لومړۍ نړيوالي جگړې پر مهال هم  کوترې  د جگړي په بهير کي د مهمو پيغامونو رسوونکي وې.

آ./ح.ح./ا.ا.