1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

«بلینکن باید د رئیسي د تسلیت پیغام په اړه وضاحت ورکړي»

۱۴۰۳ خرداد ۳, پنجشنبه

د امريکا د سنا مجلس د جمهوري غوښتونکو ۱۲ استازو د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت له خوا د رئيسي د تسليت پيغام «شرمناک» بللی او د وضاحت غوښتنه يې کړې ده. ټاکل شوې د رئیسي مړی نن ماښام په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

https://p.dw.com/p/4gAkb
USA Washington 2023 | Blick auf das Kapitol-Gebäude
۱۲ دغو جمهوري غوښتونکو استازو له بلینکن څخه وغوښتل چې د را روانې میاشتې جون تر پنځمې  خپل ځواب چمتو کړي.انځور: Kevin Wurm/REUTERS

د چهارشنبې په ورځ (د می۲۲) د امریکا د سنا مجلس دولسو جمهوري غوښتونکو غړو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه لیک کې د خلکو په وژلو او ځپلو کې دابراهیم رئیسي، رول ته په اشارې له هغه وغوښتل چې وضاحت ورکړي چې ولې یې د «داسې کرکه لرونکي کس» د مړینې له پاره د خواخوږۍ پیغام لیږلی دی.

د دغه لیک لیکوالانو د رئیسي په خواخوږۍ کې د بایدن د ادارې عمل «شرمناک» بللی.

دغو استازو ټینګار کړی دی چې د امریکا له پاره دا ډېره نامناسبه ده چې د هغه چا په مړینه غمرازي وکړي چې د امریکا د مالیې وزارت له خوا پرې بندیزونه لګول شوي او له ترهګرۍ سره پراخې اړیکې لري.

 کلاوډیا ټینني، د جمهوري غوښتونکو له هغو ۱۲ استازو څخه یوه ده چې دغه لیک یې د ایکس په شبکه (پخواني ټویټر) کې خپور کړی دی.

هغې لیکلي: «د تهران قصاب ابراهیم رئیسي خپل زرګونه خلک په وحشیانه ډول ځورولي او وژلي یې دي او هر هغه ایراني چې د رژیم پر ضد خبرې کړي غلی کړی یې دی. د بایډن دولت باید روښانه کړي چې ولې د دې ترهګر، د امریکا او د ایران د خلکو دښمن په مړینه ویر کوي.»

د دې لیک لاسلیک کوونکو یادونه کړې ده چې په رئیسي پر ۲۰۱۹م کال کي بندیز لګول شوی و او د ډیرو جنایتونو له کبله نوموړی د بايدن د حکومت په تور لیست کې هم شامل و.

۱۲ دغو جمهوري غوښتونکو استازو له بلینکن څخه وغوښتل چې د را روانې میاشتې جون تر پنځمې  خپل ځواب چمتو کړي.

په تهران کې د ۹۰ بهرنیو مشرانو او چارواکو حضور

Iran Ayatollah Ali Khamenei Ismail Haniyeh  Mohammad Mokhber
د حماس سیاسی دفتر مشر او خامنه ای سره لیدلي.انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

سپاه پاسدران ته اړونده رسنۍ تسنیم خبري آژانس ویلي دي چې په تهران کې د ابراهیم رئیسی او د هغه د ملګرو د یاد په مراسمو کې ۹۰ سیمه ایزو او نړیوالو مشرانو او چارواکو ګډون کړی دی. دا مراسم د چهار شنبې په ورځ (د می ۲۲) د تهران د سنا مجلس په تالار کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د قطر امیر، د تونس ولسمشر، د ترکمنستان ملي مشر، د پاکستان، اذربایجان، عراق، ګرجستان صدراعظمانو او همدارنګه د مصر، ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د چین د صدراعظم مرستیالانو حضور درلود.

دغه راز په دغو مراسمو کې د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستیال، د عراق د حشد الشعبی د مشر، د حماس د سیاسی دفتر مشر، د اسلامی جهاد غورځنګ د عمومی منشی مرستیال، د عراق د حزب الله مشر او د فلسطین د خلکو د جبهې استازو هم ګډون درلود.

ټاکل شوې د رئیسي مړی نن پنجشنبه د (می ۲۳) ماښام په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

د رئيسي مړینه: د طالبانو پر وړاندې به د ایران سیاست بدل شي؟