1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې خارجه وزیر د اوکراین جګړې پړه پر امریکا ور واچوله

۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبریالانو ته په خبرو کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل مسئولیت امریکا متحده ایالاتو ته راجع کړ. لاوروف همدا راز وویل چې امریکا او پلویان یې د هیټلر او ناپلیون پر قدم روان دي.

https://p.dw.com/p/4MQ84
Russischer Außenminister Sergej Lawrow
انځور: Vitaliy Belousov/SNA/imago

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې تل وايي سپينې خبرې یې خوښیږي، په خپله وروستۍ خبري غونډه کې د اوکراین د جګړې مسئولیت امریکا متحده ایالاتو ته راجع کړ. لاوروف د غرب پوځي ائتلاف یا د ناټو پر سازمان «د روسیې د ورانولو او د نړۍ د ویشلو د جګړې» تور پورې کړ.

لاوروف د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د جنوري ۱۸) په مسکو کې په يوه خبري کنفرانس کې پر واشنګټن سخت انتقادونه وکړل. هغه وویل چې امریکا متحده ایالات په پای کې د اوکراین د جګړې له پاره مسئولیت لري. د لاوروف په خبره «هغه څه چې هلته [په اوکراین کې] روان دي، هغه د روسیې پر ضد د امریکا د څو اړخیزې جګړې د امادګیو نتیجه ده او دا چې په اوکراین کې روان کړکېچ د تیر کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین باندې د روسیې تر یرغل لا مخکې پیل شوی وو.

له هیټلر او ناپیلیون سره جنجالي مقایسهمسکو اوکراین ته له اشغالي سیمو د وتلو ضرب الاجل ټاکلی

لاوروف چې په مسکو کې یې خبرې کولې په همدې ارتباط د واشنګټن وروستي اقدامات د ادولف هیټلر او ناپلیون بناپارت له کارونو سره مقایسه کړل. د هغه په خبره، امریکا متحده ایالاتو اروپا د مسکو پر ضد د جګړې پیلولو له پاره تابع ګرځولې او له اروپا استفاده کوي. لاوروف زیاته کړې چې دغه جګړه د اوکراین په اوږو روانه ده او دوی [اوکراین] هم زموږ د هیواد پر ضد جګړه پیل کړې.

لاوروف د اوکراین د جګړې مسوولیت امریکا متحده ایالاتو ته راجع کړ او په خبره یې د روسیې تر حملې ترمخه دغه کړکیچ پیل شوی وو.
لاوروف د اوکراین د جګړې مسوولیت امریکا متحده ایالاتو ته راجع کړ او په خبره یې د روسیې تر حملې ترمخه دغه کړکیچ پیل شوی وو. انځور: MAZEN MAHDI/AFP via Getty Images

لاوروف د روسیې د بقا له پاره دغه جګړه د «وروستۍ پوښتنې» د حل لارې له اصطلاح سره پرتله کړه، هغه اصطلاح چې هیټلر د یهودانو له پاره کارولې وه.

لاوروف په مسکو کې په خپلو خبرو کې وویل چې دقیقاً هغه ډول چې هیټلر د «یهودانو د ستونزې د وروستۍ حل لارې» نظریه تعقیبوله، اوس غربي سیاستوال په واضح ډول وايي چې روسیه باید ستراتیژیکه ماته وخوري.سيرګي لاورف پر ناټو نېوکې وکړې

د final solution اصطلاح د یهودانو د وژلو له پاره د نازیانو اصطلاح وه چې په نتیجه کې یې په سیستماتیکه توګه ۶ میلیونه یهودان او نور اقلیتونه ووژل شول.

نه ماتیدونکې او سختې جبهې

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په خبره، د اوکراین د جګړې د پای له پاره اوس د سولې جدي وړاندیزونه موجود نه دي او زیاتوي چې د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي نظریه اصلاً د بحث وړ نه ده.

اوکراین د نورو غوښتنو ترڅنګ د اوکراین له خاورې د ټولو روسي ځواکونو د وتلو او همدا راز په اوکراین کې د جګړې له کبله د رامنځته شویو ویجاړیو د رغولو غوښتنه کړې ده.

روسیې بیا څو ځله په واضح ټکو ویلي چې د مسکو له نظره د سولې تړون یوازې هغه مهال امکان لري چې اوکراین د روسیې له خوا په توره بحیره کې د کریمیا ټاپو او په دې وروستیو کې د دونيڅک، لوهانسک، خیرسون او زاپروږیا الحاق په رسمیت وپیژني، داسې غوښتنې چې اوکراین تل رد کړي دي.