«د جرمني ځانگړي استازي په دوحه کي له ملا برادر سره کتلي دي»
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبهد جرمني خبري آژانس (ډي پي اې) د رپوټ له مخې په دوحه کي د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲مه) په یوه اعلامیه کې ويلي دي چي د افغانستان له پاره د جرمني ځانگړي استازي مارکووس پوتڅل له ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي.
شاهين ويلي دي چي دواړه اړخونه په دې ملاقات کي د افغانستان روان کړکېچ ته د سوله ايز حل موندلو، د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ پر روانو خبرو اترو او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه د حل لارو موندلو پر موضوعاتو باندي ږغېدلي دي.
د شاهين په خبره ملاقات د چهار شنبې په ورځ ول. هغه زياته کړې ده چي پوتڅل طالبانو ته «د سولي له پروسې څخه د ملاتړ او مثبت نقش لوبولو» ډاډ ورکړی دی.
په دغه اعلاميه کي راغلي دي: «دواړه اړخونه موافق دي چي سوله افغانستان، سيمي او نړۍ ته گټه رسوي.»
پوتڅل تر دې مخکي له ۲۰۱۴م څخه تر ۲۰۱۶م کاله پوري په افغانستان کي د جرمني سفير وو.
د جرمني او طالبانو د استازو ملاقات د چهارشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کي هغه مهال سوی چي د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو نوی پړاو پيل سو.
د دې خبرو موخه له کلونو راهيسي په افغانستان کي رواني جگړې ته د حل لاري موندل او د امريکا په تاريخ کي د تر ټولو اوږدې جگړې ختمول دي.
(N.Z/S.R(dpa