د يوناما مشر په قطر کي له طالبانو سره ملاقات لرلي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۶, جمعهد وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رويترز خبري آژانس ته په لېږلي ايميل کي ليکلي دي چي دغه خبري اتري «د سولي روان بهير، او د اسلامي امارت تر کنترول لاندي سيمو کي د ملکي تلفاتو او بشري مرستو» په اړه خبرو باندي متمرکزي وې.
يوناما يادونه کړې ده چي په افغانستان کي د جنگ ختمولو له پاره د هڅو یوه برخه يې په مکرره توگه د منازعې له ټولو اړخونو سره ملاقات دی او په دوحه کي د طالبانو له استازو سره هم گوري.
د يوناما يوه وياند رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي دوی په بېلابېلو وختونو کي د دغه شان غونډو په اړه خبر ورکړی دی، خو د خپل ماموريت پر اساس په دې اړه ډېر څه نه وايي.
دغه ملاقات په داسي وخت کي سوی چې د امريکا متحدو ايالاتو، روسيې او چين استازي په مسکو کي سره راټول سوي، څو داسي لاري چاري برابري کړي چي طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي.
د طالبانو استازو تر اوسه څو واري د امریکا متحدو ايالاتو له استازو سره خبري اتري لرلي دي. خو له افغان حکومت سره يې له خبرو اترو ډډه کړې او هغه يې د بهرنيانو «لاسپوڅی» بللی.
په پلان کي وه چي تيره اوونۍ په دوحه کي د افغانستان د هيئت او طالبانو د استازو ترمنځ يوه «بين الافغاني» غونډه جوړه سي، خو د گډون کوونکو پر سر د اختلاف له کبله لغوه سوه.
افغان حکومت د حکومتي استازو په شمول په دغه غونډه کي د گډون له پاره د ۲۵۰ کسانو يو ليست وړاندي کړ، چي طالبانو پرې اعتراض وکړ.
N.Z/S.R (Reuters)