1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تعرفو کمولو له پاره د هند او امریکا موقتي سوداګریز تړون

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ بهمن ۱۸, شنبه

هند او امریکا د یوې موقتي تجارتي موافقې چوکاټ خپور کړی چې له مخې به یې پر هندي محصولاتو د امریکا تعرفې له ۲۵ سلنې ۱۸ سلنې ته را ټیټې شي. دا پرمختګ وروسته له هغې شوی چې هند له روسیې څخه د تیلو په نه پيرلو موافقه وکړه.

https://p.dw.com/p/58H5U

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر
د دواړو هیوادونو ترمنځ پر یوه موقتي سوداګریز تړون موافقه وشوهانځور: Kayla Bartkowski/Getty Images

هند موافقه کړې ده چې له روسیې څخه به د تیلو واردات بندوي، او امریکا به پر هندي محصولاتو تعرفې کموي. دواړو هیوادونو دغه تړون د «مشترکو منافعو» پر بنسټ د یوه پراخ سوداګریز تړون په مسیر کې مهم ګام بللی دی، په هر صورت داسې کومې معاملې ته نهایي شکل ورکول به لا زیاتو خبرو اترو ته اړتیا ولري.

د دې موقتي تړون له مخې به هند پر امریکایي صنعتي توکو او یو شمیر کرنیزو محصولاتو ګمرکي تعرفې یا کمې او یا هم په بشپړ ډول ختموي، په داسې حال کې چې هند په پنځو کلونو کې د ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د امریکایي تولیداتو د پيرلو ژمنه کړې ده.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي له دونالد ترمپ څخه په مننې سره دغه تړون د ژورو دوه اړخیزو مناسباتو نښه بللې ده. خو د هند اپوزیسیون بیا ویلي دي چې دغه تړون د امریکا په ګټه دی او د هند کرهڼې په څیر حساسو سکتورونو ته زیان رسولی شي.

بل لوري ته د هند د سوداګرۍ وزیر پیوش ګوئل وایي چې دغه تړون د لبنیاتو او مهمو کرنیزو محصولاتو حفاظت او ساتنه کوي. د هغه په خبره له دې تړون سره به د امریکا بازارونه د هندي صادرونکو له پاره پرانیستل شي چې د سلګونو زره نوو کارځایونو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.

په دې وروستیو کې هند له اروپايي اتحادیې سره د آزاد تجارت تړون هم لاسلیک کړی دی، په داسې حال کې چې له عمان هیواد سره د اقتصادي مشارکت او له نیوزیلنډ سره پر ازادې سوداګرۍ د موافقتنامې چارې یې هم بشپړې شوې دي.

هند څنګه له روسیې او غرب سره په اړیکو کې توازن ساتلی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2