پوتين وايي هند ته به د تيلو ليږد «بې له خنډه» جاري وساتي
۱۴۰۴ آذر ۱۴, جمعه
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، چې دمګړۍ په هند کې دی، له لومړي وزير نريندر مودي، سره د ملاقات پر وخت ويلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی چې هند ته د تیلو ليږد ته دوام ورکړی.
نوموړي په دې اړه زياته کړې: «موږ چمتو يو د هند په چټکه توګه مخ پر ودې اقتصاد له پاره د تیلو ليږد پرته له خنډه جاري وساتو.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په اګست میاشت کې دې ته په اشارې سره چې هند د روسیې څخه د تيلو پېرېدو ته دوام ورکړی، پر زياترو هندي محصولاتو باندې ۵۰ سلنه تعرفې وضع کړې. واشنګټن استدلال کوي چې روسیه د دغو تیلو له درکه ترلاسه شوې ګټه د اوکراین د جګړې د تمويل له پاره کاروي.
مودي، په دې ترڅ کې له پوتین، څخه «د هند په اړه د هغه له نه ماتيدونکې ژمنتيا» له کبله مننه وکړه او ویې ويل چې «د انرژۍ تضمين د هند او روسیې د مشارکت يوه پياوړې او مهمه ستنه ده.»
خو مودي، په داسې حال کې چې اتومي انرژۍ ته یې اشاره کوله، د تیلو په اړه یې هیڅ ځانګړې حواله ور نه کړه.
هغه پوتين، ته «زما د دوست» خطاب وکړ او د مسکو او نوي ډيلي د اوږدو اړيکو ستاينه یې وکړه.
اړونده موضوع: امریکا: د هند له خوا د روسیې د تیلو پیرل د نه منلو وړ دي
مودي، پوتين، ته ترهغه وروسته چې چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري فرصتونو، روغتيا، بار وړولو او کيميا په اړه يو شمیر تړونونه وکړل، وويل: «موږ تر ۲۰۳۰م کال پورې د اقتصادي همکارۍ پر يوه پروګرام توافق کړی.»
نوموړي زياته کړه: «دا کار دا خبره ډاډمنوي چې زموږ سوداګري او پانګونې متنوع، متوازنې او پايداره دي.»
«امنيتي اړيکو ته نوې بڼه ورکول»
دواړو هېوادونو په دې ترڅ کې خپلو امنيتي اړيکو ته د نوې بڼې د ورکولو خبره وکړه. دا په داسې حال کې ده چي هند په دې برخه کې پر ځان د بسيا کيدو په هڅه کې دی.
د دواړو مشرانو له خوا په جاري کړل شوې يوه ګډه اعلاميه کې په دې اړه ويل شوي: «پر ځان د بسيا کیدو د هند هلو ځلو ته په کتلو سره دمګړۍ دا مشارکت پر ګډو څيړنو، پراختيا او همدا راز پرمختللو دفاعي پلټفارمونو پر جوړولو متمرکز دی.»
د روسیې د تاس خبري آژانس په حواله ولسمشر پوتين، چې پرون چهارشنبه د هند په يوه دوه ورځني سفر نوي ډيلي ته رسیدلی وو، له لومړي وزير نريندر مودي، سره یې په خبرو اترو کې نوموړي ته د اوکراين د جګړې په اړه معلومات ورکړي دي.
اړونده موضوع: له روسیې سره د اړیکو پر سر د هند او امریکا تر منځ ليرې والی
پوتين، زياته کړې چې په دې ملاقات کې یې په اوکراين کې د ممکنه جوړجاړي په اړه له امريکا سره د کريملن د خبرو اترو په اړه هم جزيات وړاندې کړي دي.
د رويترز خبري آژانس په حواله مودي په دې ترڅ کې ويلي دي، کله چې په اوکراين کې د روسیې د روانې جګړې په اړه خبره کيږي نو «هند بې طرفه نه دی.»
نوموړي زياته کړې: «هند يو دريځ خپل کړی او هغه د سولې له پاره دريځ دی.»
مودي همدا راز د روسیې – هند د ۲۳ سرمشریزې د خبرو پرانيستو پر وخت پوتين، ته وويل: «موږ د سولې د هرې هڅې ملاتړ کوو او موږ د سولې له پاره له پیل شوي هر نوښت سره اوږه په اوږه ولاړ يو.»
پوتين، هم په دې ترڅ کې د دې شخړې د حل کولو په برخه کې د مودي له «پاملرنې او هڅو» څخه مننه وکړه.
هند ته په رسېدو سره له ولسمشر ولاديمير پوتين، څخه تود هرکلی وشو او نوموړي په نوي ډيلي کې د ښه راغلاست په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د هند جمهوررئيسې درپادي مورمو، هم پکې ګډون درلود.