1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

د ترکیې پارلمان کې د کوکاکولا او نېسلې د بایکاټ پریکړه

۱۴۰۲ آبان ۱۷, چهارشنبه

د ترکیې پارلمان د اسرائیل ملاتړ کوونکو کمپنیو د محصولاتو پلورل د پارلمان په احاطه کې دننه موجودو ریسټورانټونو، کافې ګانو او قهوه خانو کې منع کړي دي. خو د هیواد په نور برخو کې د معمول مطابق ترلاسه کیدلی شي.

https://p.dw.com/p/4YYgp
Coca Cola Marke
انځور: Jakub Porzycki/NurPhoto/picture alliance

د رویټرز خبري آژانس د یوې دولتي اعلامیې او سرچینو په حواله ویلي چې د ترکیې د پارلمان په احاطه کې دننه ټولو ریسټورانټونو او قهوه خانو کې د کوکاکولا او نېسلې د محصولاتو پر پلورلو بندیز لګول شوی دی. خو دغه محصولات بیا د ترکیې په نورو برخو کې په عادي ډول ترلاسه کیدلی شي.

د ترکیې د پارلمان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي «دا پریکړه شوې ده چې د ټولو هغو کمپنیو  محصولات به چې د اسرائیل ملاتړ کوي د پارلمان په احاطه کې موجودو رسټورانټونو، کافې ګانو او قهوه خانو کې نه پلورل کیږي.»

د پارلمان مشر نعمان کرتلمس ويلي چې دا پریکړه د «اسرائیل ملاتړ کوونکو دغو کمپنیو پر ضد د ولس د شدیدې نارضایتۍ» په پام کې نیولو سره شوې ده.

په ډیر لوړ شمیر کې د ترکیې خلک او کاروونکي په ټولنیزو رسنیو کې د اسرائیلي توکو او لویدیځو کمپنیو د بایکاټولو غوښتنه کوي، کوم چې پرغزې د اسرائیلود برید ملاتړ کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص