1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې د کنفرانس نامعلوم برخلیک؛ طالبان پکې ګډون نه کوي

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې تر هغه وخته پورې چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي، دوی د سولې په کنفرانسونو کې ګډون نه کوي. تر دې مخکې ترکیې د اپریل په پای کې د یوه کنفرانس کوربتوب اعلان کړی وو.

https://p.dw.com/p/3ryJF
Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
انځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم، پر خپل تویتر پاڼې باندې لیکلي دي: «تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه زموږ له هېواد څخه نه وي وتلي،د افغانستان اسلامي امارت په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه پکې کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په ملاتړ ښايي ترکیه د افغانستان د سولې په اړه یو کنفرانس جوړ کړي چې په پایله کې یې د افغان سولې بهیر ګړندی شي او د سیاسي راتلونکې له پاره د لارې یوه نقشه رامنځ ته شي.

په لومړي سر کې دغه کنفرانس د اپریل د ۱۶مې نیټې له پاره پلان شوی وو، خو بیا وروسته کله چې طالبانو پکې له ګډون څخه انکار وکړ نو د همدې میاشتې ۲۴مې نیټې ته وځنډيد.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې که طالبان په دې کنفرانس کې ګډون و نه کړي نو ایا هغه به یو ځل بیا وځنډیړي او که نه.

اوس نو دغه کنفرانس ځکه له یوه نامعلومه برخلیک سره مخامخ دی چې ولسمشر بایدن له افغانستان خپل ټول ځواکونه د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نیټې باسي او طالبان ټینګار کوي چې د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې د سولې په کنفرانسونو کې ګډون نه کوي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب