1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان جګړې پر ښکېلوغاړو د جګړې درولو غږ

۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

افغان ولسمشر د روژې میاشتې د درناوي په موخه له طالبانو د جګړې درولو غوښتنه کړې. خو ایا د جګړې د ښکېلو غاړو په پیغامونو کې لږ تر لږه د جنګ کمولو څرک ښکاري؟

https://p.dw.com/p/3rwpE
Afghanistan | Große Ratsversammlung in Kabul
انځور: AFP/Press Office of President of Afghanistan

ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې تلپاتې اوربند وکړي: «له طالبانو ډلې څخه غواړم چې د روژې مبارکي میاشتې ته په درناوي له جګړې، تاوتریخوالي او د ولس پروړاندې له دښمني لاس واخلي.»

د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت پیغام کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د جګړې درولو غوښتنه کړې.

ده زیاته کړې: «دغې مبارکې میاشتې ته په درناوي تاوتریخوالی کم کړی.»

سږ کال روژه داسې مهال راغله چې په افغانستان کې د سولې او راتلونکي حکومت په اړه بحثونه تر بل هروخت چټک او تاوده دي.

ټاکل شوې وه چې د افغان سولې بهیر او راتلونکي حکومت په اړه د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶مه نېټه په استنابول کې غونډه وشي، خو طالبانو تېره ورځ اعلان وکړ چې په دې نیټه د ترکیي غونډه کې ګډون نه شي کولای.

د آرګ او سپېدار ټکر

که له یوې خوا طالبانو د استانبول په کنفرانس کې ګډون کولو ته چمتوالی نه لري، هاخوا افغان حکومت کې دننه هم د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه د طرحو پر سر اختلافات ډیر شوي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش تازه په خپلو څرګندونو کې د ملي روغې جوړې شورا پر طرحه نیوکې کړي.

دې شورا تر ۳۰ ډیري طرحې توحید کړي او د استانبول کنفرانس ته یې ترې یوه طرحه جوړه کړې، خو ښاغلي دانش ویلي عبدالله د ولسمشر غني طرحه بابیزه ګڼلې.

ده پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د انتقالي دولت ب طرحه، په ټوله کې د سفیر ښاغلي خلیلزاد طرحه محور ګرځول شوې او د هغې ټول عناصر یې له تعدیلاتو او اصلاحاتو سره تايید کړي او په خپله یې هیڅ نوښت نه دی کړی.»

ښاغلي دانش ادعا کړې چې د ملي روغې جوړې شورا په طرحه کې د ولسمشر غني طرحې ته سپک کتل شوي.

د خلکو غوښتنه

خو عام افغانانو د سولې بهیر د څرنګوالي پرسر له اختلافاتو ستړي شوي او یواځې د جګړې درول غواړي. د کابل ښار یوه اوسېدونکي ضیا ګل دویچه ویله ته وویل د جګړې ښکېل اړخونه دې لږ تر لږه د روژې په دې مبارکه میاشت کې جګړه راکمه کړي، ځکه خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه وويل: «له طالبانو غواړم چې د سولې بهیر سره همکاري وکړي ترڅو په دې هیواد کې له کلونو وروسته جګړه ودریږي.»

د بلخ یوې اوسېدونکې راحله تلاش دویچه ویله ته وویل، طالبانو ټول کال له ځنډ پرته جګړه کوي، د روژې په میاشت کې دې لږ تر لږه رخصت اعلان کړي.

د خلکو غوښتنه داده چې د روژې په میاشت کې باید خلک د جګړو او برېدونو له ویرې پرته په ډاډه زړه خپل عبادات ترسره کړي.

هاخوا د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم په روژې میاشت کې د جګړو درولو غږ کړی. د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل دویچه ویله ته وویل:

«لکه څنګه چې حکومت زموږ او د ولس غوښتنو ته هرکلی شوی، همداسې له مخالفینو هم غواړو چې د حکومت په څېر د ولس غوښتنو ته درناوی وکړي او په هيواد کې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند اعلان کړي.»

لعل زیاتوي چې ښايي دغه لنډمهالی اوربند هم تلپاتې اوربند ته لار هواره کړي او د سولې ټینګښت له پاره د باور چاپیریال رامنځته کړي.

د پسرلي لومړی خو خونړۍ میاشت

هاخوا افغان حکومت د روان پسرلي میاشت د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله خونړۍ بللې. د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات ویلي دي چې په دې میاشت کې د جګړو او برېدونو له امله ۶۰ ملکي وګړي وژل شوي او نیږدې ۱۶۴ ټپیان شوي دي.

اسماعیل شاکر – کابل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب