«طالبان ښايي د استرالیا له تازه بندېزونو سره مخ شي»
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه
د بشري حقونو د څار ادارې د نومبر پر ۱۳ د پنجشنبې په ورځ یوې خبرپاڼې کې وویل، د اسټرالیا د حکومت وړاندیز شوي اصلاحات په افغانستان کې د طالب چارواکو او د بشري حقونو نورو سرغړونکو د حساب ورکولو په برخه مهم ګام دی.
د بشري حقونو د دغه سازمان په وینا، د خودکاره بندیزونو د مقرراتو تعدیل د نویو معیارونو داسې ليست راپېژني، چې په ځانګړې توګه د افغانستان له پاره طرحه شوی.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې دغه اصلاحات د استرالیا دولت ته دا اجازه ورکوي، چې پر هغو کسانو او بنسټونو هدفمند بندېزونه او د سفر ممنوعیت ولګوي، چې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږهکیو په سرکوب کې رول لري.
په استرالیا کې د بشري حقونو د څار بنسټ مشرې، دانیلا ګاوشون وویل:« په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بریدونو او نورو جدي بشري حقونو سرغړونکو طالب مشرانو پر وړاندې د آسټرالیا حکومت دغه اقدام خورا مهم دی.»
پر ښځو د محدودیتونو او بندیزونو اوږد لست
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له ولکې وروسته طالبانو پر نجونو او مېرمنو یو لړ محدودیتونه او بندېزونه لګولي، چې د بشري حقونو سازمانونو په وینا، ښايي «د بشریت پر وړاندې جنایت» او «د جنسیت پر بنسټ ځورونې» وګڼل شي.
نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او په ځانګړې توګه دې پر نجونو د زده کړو او کار بندېزونه پای ته ورسوي.
د طالبانو ادارې تر اوسه د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې یوې غوښتنې ته هم مثبت ځواب نه دی ورکړی او ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې د شریعت پر بنیاد ښځو ته حقونه ورکړي دي.