د بایرن ایالت غواړي خپلواک پوله ساتي پوليس جوړ کړي
۱۳۹۷ فروردین ۴, شنبهد بايرن ايالت لمړي وزير مارکوس زودر ويلي دي چې په سرحدي پوليسو کې د زرو پوليسو په شمير نور ځواکونه رامنځ ته کيږي او دغه ځواکونه به وشي کړای په خپلواکه توګه پر پوله کنترول ولري. د قانون له مخې، د ايالتي حکومت له خوا وړانديز شوي تغيیرات باید د مرکزي حکومت له خوا تصويب کړل شي.
په حاضر وخت کې، د آلمان پر سرحدونو د کنترول مسئوليت د فدرالي آلمان پوليس پر غاړه لري. خو دغه فدرالي پوليس د بايرن ايالت د پوليسو همکاري د ځان سره لري.
سر بيره پر دې، د بايرن ايالت کابينې اعلان وکړ چې د دغه ايالت د «مهاجرت اداره» به زر تنه نور کارکونکي هم په دندو وګماري، خو دغه کارکونکي نشي کولای د مهاجرو د دوسيو په اړه تصميم ونیسي. تصميم د فدرالي ادارې په کچه نيول کيږي. په بدل کې به د نويو مامورينو له استخدام سره، د رد شويو مهاجرو د اخراج بهير چټک کړل شي.
د بايرن په اړه نور ولولې:
په بایرن ایالت کې د کار له لارې د ټولنیز ادغام د پروسې بریا
د آلمان بایرن ایالت پر بشپړ حجاب بنديز تائيد کړ
د آلمان بايرن ايالت د جغرافيايي موقعيت په دليل د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د مهاجرت ستر بحران سخت اغيزمن کړ. دغه مسئله د دې لامل شوه چې د بايرن د هغه وخت لمړي وزير هورست زيهوفر او لمړې وزيرې انګلا مرکل تر منځ اختلافات رامنځ ته شي.
زيهوفر چې د(مسيحي سوسيال) ګوند چې د مرکل اتحادي ګوند دی غړی دی چې د آلمان په اوسني نوي ائتلافي حکومت کې د هيواد د کورنيو وزير ټاکل شوی دی. هغه ژمن شوی دی چې پر امنيتي باندي به ډیر تمرکز کوي او د مهاجرت پر قانون کې به ډير جدي اقدامات تر لاس لاندې نيسي.
دا هم د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: