1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بایرن ایالت کې د کار له لارې د ټولنیز ادغام د پروسې بریا

۱۳۹۶ آبان ۱۷, چهارشنبه

د آلمان په بایرن ایالت کې د ټولنیز ادغام د پروسې عملي کولو په موخه د یوه پروګرام په چوکاټ کې مهاجرو ته د کار زمينه برابریږي. د سیمه ایز حکومت په حواله دغه پروسه په ډیر بریالیتوب سره پر مخ روانه ده.

https://p.dw.com/p/2nFEd
Opel AG Düzgün Osman
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د آلمان په بایرن ایالت کې د سوسیال مسیحي اتحاد ګوند چې د مهاجرو په اړه تر یوې اندازې سخت دریځ لري حاکم دی. نوموړي ایالت مهاجرو ته د کار ورکولو له طریقه په ټولنه کې د دوی د ادغام له پاره یو ځانګړی پرورګرام هم لري.

وروسته له دوو کلونو چارواکي وایې چې دا پروګرام په ډیر بریاليتوب سره پر مخ روان دی. د دوی په خبره تر اوسه پورې یې له ۴۸ زرو څخه ډیرو مهاجرو ته د کار روزګار د زمينې په مساعدولو سره، په آلماني ټولنه کې د دوی د کامیابه ادغام کوښښ کړی دی. د آلمان خبري آژانس په حواله دغه ارقام د سیمه ایز حکومت له خوا اعلان شوي دي.

د «کار او روزنې له لارې ټولنیز ادغام» په نوم دغه پروژه یا پروګرام په ۲۰۱۵ م کال کې پیل شوی. د مهاجرو اړوند تر یوې اندازې د سخت دریځ درلودونکي ګوند CSU یا سوسیال مسیحي اتحاد دریو تنو ایالتي وزیرانو دغه پروګرام وړاندیز کړی وو.

دا ټول وزیران حاکم ګوند CSU پورې اړوند دي، چې په دوی کې د اقتصاد ایالتي وزیر ایلزی ائګنر، د کار وزیره ایمليا میولر او د کلتور وزیر لدونګ سپینلې شامل ول.

د اقتصاد وزیر الیزې ائګنر وویل چې په مجموعي ډول د دې پروګرام په ترڅ کې په تیرو دوو کلونو کې ۱۱۸ زره مهاجرو ته مسلکي زده کړې، د عملي کار او وظیفې ورکړل شوي دي. ایالتي حکومت تر ۲۰۱۹م کال پورې د کار بازار ته د ۶۰ زره مهاجرو د جذبولو پلان لري.

اوس مهال د دې پروګرام د بریالیتوب په پام کې نیولو سره چارواکي وایې چې دوی به تر ټاکلي مودې مخکې د کار بازار ته د ۶۰۰۰۰ مهاجرو د رسولو هدف ته ورسیږي. د کار وزیرې امیلیا میولر هم په بریالیتوب سره د دې پروژې د جاري ساتلو هیله څرګنده کړې. میولر وویل چې د دوی وزارت یوازې سږ کال مهاجرو ته د کار زمینې مساعدولو او د دوی د ټولنیز ادغام له پاره ۱۰ میلیونه ایرو ځانګړي کړي دي.

د سیمه ایزو چارواکو په حواله د دې پروژې په بریالیتوب کې مهاجرو ته د مسلکي زده کړو زمينې مساعدولو په برخه کې ۲۶ او دوی ته په کار پیدا کولو کې د مرستې په برخه کې ۲۶ تنو مامورينو مهم رول لوبولې دی.

زموږ له ارشیف څخه: