د آلمان بایرن ایالت پر بشپړ حجاب بنديز تائيد کړ
۱۳۹۵ اسفند ۴, چهارشنبه
د آلمان بایرن ایالت اعلان کړی چې دوی په ځانګړو عامه ځایونو کې پر بشپړ حجاب باندي بندیز لگولی دی. د بایرن ايالت د کورنیو چارو وزیر، یواخیم هیرمن د کابینې تر غونډي وروسته د سه شنبې په ورځ وویل چې د میرمنو له خوا د برقې او یا بشپړ نقاب اغوستل په عامه ځایونو کې د اړیکو پر وړاندي خنډ ګرځي.
هیرمن له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «ارتباطات او اړیکي یوازې د خبرو له لاري نه کیږي، بلکي په دې کې احساسات، څیره او د بدن حرکتونه هم شامل دي.»
نوموړي همدا راز زیاته کړه: «دا [اړیکې] د شخصي ارتباطاتو اساس دی او زموږ د ټولني د خپلواکۍ او ديموکراتیک نظم بنسټ دی.»
د دې قانون د نوې مصوبې پر اساس به «د عامه خدمتونو په برخو، پوهنتونونو، ښوونځیو، وړکتونونو، د عامه نظم او خوندیتوب له پاره او همدا راز په ټاکنو کې» د ټول مخ پټول منع وي.
د آلمان په بایرن ایالت کې د مسیحي سوسیال اتحاد ګوند (CSU) حکومت کوي. تمه ده چې دغه نوی قانون به د اوړي د رخصتیو په رارسیدو سره تصويب شي.
دغه اقدام په داسي وخت کې کیږي چې په آلمان کې د روان کال په سپتمبر میاشت کې پارلماني انتخابات تر سره کیږي او داسې ویرې هم شته چې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا «AfD» چې د مهاجرت سیاست ضد دی، ډیري رایې ترلاسه کړي.
کم ارزښته مسله؟
د آلمان صدراعظمې په ډیسمبر میاشت کې د ورته بندیز له پاره د خپل ملاتړ اعلان کړی وو او ویلي یې ول چې دغه کار باید «په هرځای کې چې د قانون له مخې امکان ولري» عملي شي.
د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې بایرن ایالت تر یو میلیون زياتو مهاجرو چې ډیری يې مسلمانان دي د ورتگ او تيرېدو لومړۍ کرښه وه. په دې کار سره دغه ایالت د داخلي امنیتي اندیښنو او همدا راز په ټولنه او کلتور کې د مهاجرو د ادغام له ستونزې سره هم مخامخ دی.
زیاتره کسان پر دغه اقدام نیوکه کوي او دې کار ته د مذهب د خپلواکۍ پرضد او د سیاسي موخو له پاره د یوه گام په سترګه ګوري. د آلمان حکومت تر اوسه پوري په دې هکله چې په دغه هیواد کې څومره میرمنې بشپړ نقاب اغوندي، رسمي شمیري په لاس کې نه لري.
د آلماني رسنیو د آتکل له مخي په دغه هيواد کې تر ۳۰۰ لږ میرمنې په دوامداره توګه نقاب اغوندي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: