د ایران جګړه؛ تر فشار لاندې پاکستان د منځګړيتوب په هڅه کې دی
۱۴۰۵ فروردین ۱۱, سهشنبه
سربېره پر دې چې په موجوده کړکېچ کې د کمښت کوم څرګ نه لګيږي، د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ له ترکیې، مصر او سعودي عربستان سره په لوړه کچه ليده کاته درلودل تر څو د تهران او واشنګټن تر منځ احتمالي مذاکراتو پیل ته شرایط برابر کړي.
تر دغو کتنو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزير اسحاق ډار، وویل چې هېواد به ېې «ووياړي چې په راتلونکو ورځو کې کوربه او د دواړ خواو تر منځ د معنالرونکو خبرو اترو تسهیل کوونکی شي.»
هغه زیاته کړه: «پاکستان ډېر خوښ دی چې ایران او امریکا دواړو د مذاکراتو د تسهیل له پاره زموږ پر وړتیاو اعتماد کړی دی.» خو هغه نور جزئيات ورنکړل.
لا تر اوسه روښانه نه ده چې دغه خبرې اترې به په مستقیمه توګه وي او که په غیرمستقیمه توګه، همدارنګه امریکا او ایران هم تائید کړې نه ده چې دغه مذاکرات دې ژر پیل شي. دواړو هېوادونو حتی د خبرو اترو د پيل پر اصل هم ضد او نقیضې څرګندوني کړي دي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف، د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې د مذاکراتو طرحه «د یرغل له پاره یو پوښښ» په توګه توصیف کړه. د هغه دغه څرګندونې منځني ختيځ ته د امریکا د ۲۵۰۰ سمندري سرتېرو په داخلېدو سره هم مهاله مطرح شوې. قالیباف ګواښ وکړ چې ایراني ځواکونه به د امریکا دغه حضور ته «اور واچوي.»
ایران تر دې مخکې د امریکا د سولې یوه ۱۵ ماده اېزه طرحه چې د پاکستان له طریقه استول شوې وه، «لوړه توقع لرونکې، غیرمنطقي، او غیرواقع بینانه» ښودلې وه. دغې طرحې د یورانیمو د غني کېدو د پای، د اټومي تاسیساتو د راټولو او د هرمز تنګي د بیا خلاصېدو غوښتنه کړې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزير د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا له تهران سره د جاري مذاکراتو په هکله د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ادعاوې رد کړې. د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل: «موږ تر اوسه هېڅ مستقيمې مذاکرې نه دي کړي.»
خو له دې باوجود، ترمپ په کراتو ویلي چې له ایران سره په یو ډول سره په مذاکره کې دی. خو هغه پر «سوشل تروث» شبکه خپور شوي خپل یو پُست کې ګواښ وکړ چې که چېرته ایران ژر توافق ونه کړي او د هرمز تنګی خلاص نه کړي د انرژۍ زېربناوې به یې «له منځه یوسي.»
په منافعو کې د توازن ساتنې ستونزه
په امریکا کې مېشت پاکستانی شنونکی، رضا رومي، دویچه ويله ته وویل، پاکستان هڅه کوي تر څو واشنګټن، تهران او د فارس خليج د مهمو هېوادونو له پلازمېنو سره د خپلو اړیکو په استفادې، خپل ديپلوماتیک ځای بېرته ترلاسه کړي.
هغه وویل: «د ایران او امریکا ترمنځ جګړه په مستقیمه توګه د پاکستان اقتصاد ګواښي؛ ځکه دغه هېواد د خلیج پر انرژۍ او همدارنګه د [مهاجرو کارګرو] پر حوالو متکي دي.»
پاکستان اړ دی چې د خپلو منافعو په منځ کې په ډېر دقت سره توازن وساتي. دغه هېواد له ېوې خوا له سعودي عربستان سره دفاعي تړون لري او له بل لوري له ایران سره دوديزې اړیکې او ۹۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري.
رومي زياته کړه: «منځګړيتوب پاکستان ته اجازه ورکوي چې د یو باثباته لوبغاړي رول ولوبوي او په عین حال کې خپل ځان د یوې پراخې سیمه ایزې جګړې له عواقبو وژغوري.»
د امریکا او پاکستان اړيکې د دونالد ترمپ د ولسشمرۍ په دوهمه دوره کې ښې شوي دي. ترمپ تر اوسه دوه ځله د پاکستان د پوځ له مشر، عاصم منیر، سره کتلي او هغه ېې د «خپلې خوښې فیلد مارشال» یاد کړی دی.
د ایران او پاکستان د چارو کارپوهه فاطمه امان، چې مخکې ېې د منځني ختيځ له انستیتوت او اتلانتیک شورا سره کار کړی، دویچه ويله ته وویل چې پاکستان یو د ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې دی چې کولی شي دواړو لورو، تهران او واشنګټن، سره خبرې اترې وکړي، پرته له دې چې د دغو هېوادونو له لوري نادیده وګڼل شي.
د هغې په خبره، د پاکستان د دغه منځګړيتوب انګیزه د هغه بحران مدیریت کول دی چې کېدای شي په ډېره چټکۍ دغه هېواد ته هم ورداخل شي.
د سیمه ایزې جګړې پراخېدو ته د پاکستان اندېښنه
پاکستان همدا اوس له افغان طالبانو سره په جګړه کې دخیل دی او له بلې خوا په بلوچستان ایالت کې چې له ایران سره ګډ سرحد لري، د بېلتون غوښتونکو ډلو له ګواښونو سره مخ دی.
امان وايي: «یو فوریت شته. په ایران کې بې ثباتي پر پاکستان مستقیم اغیز لري، د بلوچستان له امنیت نيولې، تر انرژۍ ته د لاسرسي او داخلي ثبات پورې.»
د پاکستان له پاره تر ټول ستر ګواښ دا دی که چېرته د امریکا او ایران مذاکرات ناکام او جګړه اوږده شي، له هرمز تنګي د انرژۍ په انتقال کې ګډودي به د دغه هېواد اقتصادي وضعیت چې له مخکې هم ښه نه و، لاپسې خراب کړي.»
رومي وویل: د [مذاکراتو] شکست، پاکستان په فوري اقتصادي او امنیتي شوکونو کې اچوي. په انرژۍ کې ګډودي رامنځ ته کوي، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي له لارې، همدارنګه انفلاسیون زیاتوي او مالي فشار ته شدت ورکوي. دغه راز له ایران سره د پاکستان په غربي سرحد کې خطرونه زیاتيږي، له هغې جملې د مهاجرو احتمالي داخلېدل او د اورپکو فعالیتونه.»
د اوږدې جګړې یو بل ګواښ له ایران سره د پاکستان په غربي سرحدونو کې امنیتي بې ثباتي ده. امان وايي په دې صورت کې پر سوداګريزو مسیرونو اعتماد لاپسې کم او په سرحدي علاقو کې فعالیتونه سختیږي.
هغه زیاته کړه: «مسئله دا نه ده چې آیا پاکستان به په ديپلوماسۍ کې بریالی شي او که نه، مسئله دا ده که چېرته وضعیت بدتره شي، پاکستان مجبور دی چې عواقب ېې وزغمي، څه وغواړي او څه نه.»
په منځني ختيځ کې د پاکستان موقف
پاکستان له سعودي عربستان سره خپل د څو لسیزو مشارکت، اوس پر یو متقابل دفاعي تړون سره مظبوط کړی دی؛ داسې یو تړون چې پر یوه حمله، پر دواړو حمله انګېرل کيږي. پاکستان په ورته وخت کې له ایران سره هم ژورې کلتوري او تاریخي اړيکې لري.
که د فارس خلیج هېوادونه په دغه جګړه کې دخیل شي او سمیه ايزې نښتې پراخې شي، د پاکستان له پاره به په اړيکو کې د توازن ساتل ډېر سخت شي.
رومي وايي: «که عربستان په جګړه کې دخیل شي، پاکستان به تر فشار لاندې راشي تر څو لږ تر لږه یو سیمبولیک ملاتړ وښي، خو د [پاکستان] مستقیم پوځي دخالت به بیثباتکوونکی او غیرمنطقي وي.»
نور ولولئ: ترکیه له پاکستان او سعودي عربستان سره پر ګډ دفاعي تړون خبرې کوي
د رومي په آند، ایران به په احتمال سره تر هغې چې پاکستان مخامخ په جګړه کې ښکیل نه شي، هغه ته د خپل اصلي دښمن په سترګه ونه ګوري، خو له عربستان سره ېې حتی محدوده همنظري هم کېدای شي د سرحدي شخړو، نیابتي اقداماتو او یا اقتصادي فشارونو سبب واقع شي.
د پاکستان له پاره ننګونه دا ده چې نه شي کولی له ایران سره په سادګي د یو متخاصم هېواد په توګه عمل وکړي، حتی که سعودي عربستان ترې د پوځي ملاتړ غوښتنه هم وکړي.
امان وویل: «که سعودي عربستان مستقیماً [دغي جګړې ته] داخل شي، پاکستان تر فشار لاندې راځي، خو فشار د مشارکت په معنی نه دی. پاکستان مخکې د منځني ختيځ په جګړو کې له ګډون سره مقاومت ښودلی دی. ګډون کول د پاکستان له پاره درنه بیه لري، چې فرقه ای شخړې، سرحدي بې ثباتي او اقتصادي فشارونه پکې شامليږي.
هغه زیاته کړه که څه هم پر پاکستان د ایران مخامخ حمله د احتمال وړ نه ده، خو دغه احتمال هر هغه وخت ډېرېدای شي چې که پاکستان د ایران ضد پوځي اقداماتو کې د ملاتړکوونکی په توګه ولیدل شي. د هغه په خبره، ایران به په دې صورت کې هم د تمام عیاره تقابل پر ځای، پر غیرمستقیمو فشارونو لکه سرحدي شخړو او نیابتي ډلو لاس پورې کړي.
د فرقه اي تاوتريخوالو ګواښ
په پاکستان کې د فرقه ای تاوتریخوالو سابقې ته په کتو، د داخلي بې ثباتۍ په هکله اندېښنې زیاتې کړي، البته د ایران جګړې د پراخېدو په صورت کې.
ایران د نړۍ تر ټولو ستر شیعه مذهبه هېواد دی او په پاکستان کې شیعه ټولنه هم له ایران سره ځواکمن کلتوري تړاونه لري.
د جګړې په لومړۍ ورځ د ایران د رهبر آیتالله علی خامنهای تر وژل کېدو وروسته، د پاکستان په ګلګټ-بلتستان علاقه کې اعتراضونه پیل شول.
چارواکو د اعتراضونو د خاموشه کولو له پاره پوځ وګماره او د لږ تر لږه ۲۳ کسانو تر وژل کېدو وروسته، درې ورځي ګرځبنديز اعلان شو. د دغو اعتراضونو تر ټولو ډېر برخوال د پاکستان شیعه ګان ول. دوی د پاکستان د ۲۵۰ میلیونه نفوس شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ سلنې برخه تشکیلوي او معمولاً د ایران تحولاتو ته غبرګون ښيي.
رومي وویل: «پاکستان د فرقهای تاوتریخوالو سابقه لري، خو د پراخو تاوتریخوالو د مخنيوي له پاره ېې لارې چارې جوړې کړي دي. د ايران ـ عربستان یوه جګړه کولای شي داخلي درزونه لا ژور کړي، خو نه په فوري توګه، بلکې په تدریج، د ملي ورهاخوا او د افراطي ډلو د روایتونو په لمسون سره.
هغه زیاته کړه: «اصلي ټکی به دا وي چې حکومت به څومره وشي کړای چې پیغام رسونه، د قانون اجرا او د سیاسي مدیریت کنټرول وکړي.
امان وویل د ایران تحولات «معمولاً په پاکستان کې غبرګون پیدا کوي،» خو اوسنی وضعیت له فرقه ای مسایلو لوی دی. هغه داسې وايي: «حکومت له لا پراخو فشارونو سره مخ دی چې په هغو کې امنيتي، اقتصادي او سیمه ایز مسائیل شامل دي. واقعي خطر دا دی چې یوه خارجي نښته په یو وخت کې څو داخلي درزونه رامنځ ته کوي، هغه څه چې پاکستان ېې شدیداً د مخنيوي هڅې کوي.»