1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

سعودي عربستان او پاکستان ګډ دفاعي تړون لاسليک کړی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، رويترز
۱۴۰۴ شهریور ۲۷, پنجشنبه

سعودي عربستان او پاکستان چې په اتومي وسلو سمبال هېواد دی، پر قطر باندې د اسرائيل تر بريد وروسته خپلې د اوږدې مودې امنيتي اړيکي لا پسې ژورې کړي دي.

https://p.dw.com/p/50eZg
د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان، او د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف، د امنيتي تړون تر لاسليکولو وروسته څنګ په څنګ ولاړ دی.
هند ويلي دي چې د پاکستان او سعودي عربستان د تړون اغیزې به د ملي امنيت ترڅنګ د سيمې او د نړيوال ثبات په پس منظر کې وارزولې شي.انځور: Saudi Press Agency/REUTERS

سعودي عربستان او پاکستان د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۱۷) يو ستراتيژيک دفاعي تړون لاسلیک کړی. په دې ترتيب دغو دواړو هېوادونو خپل هغه امنيتي مشارکت لا پسې ژور کړی چې له څو لسیزو راهېسې یې سره لري.

د دې تړون د اعلانولو پر وخت د دواړو هېوادونو له لوري وويل شول چې له دواړو څخه «پر يوه هېواد به بريد د دواړو پر وړاندې تیری» ګنل کيږي.

اړونده موضوع: سعودي سوداګر پاکستان کې ۲ میلیارده ډالر پانګونه کوي

دا پراخ شوی امنيتي تړون پر قطر باندې د اسرائيل تر بريد وروسته لاسلیک شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د عربي خليج د هېوادونو ترمنځ په دې اړه انديښنې مخ پر ډېرېدو دي چې آیا امريکا متحده ایالات د دوی د اوږدمهاله امنيتي تضمين کوونکي په توګه نور د اعتبار وړ دی او که څنګه.

په هغه اعلامیه کې چې د سعودي خبري آژانس له خوا نشر شوې، راغلي دي: «د دې تړون ..... موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ اړخونو ته وده ورکول او د هر تیري پر وړاندې د ګډې دفاع پياوړتيا ده.» 

اړونده موضوع: په سعودي عربستان کې پنځه پاکستانیان اعدام شوي

په اعلاميه کې زياته شوې: «دا تړون وايي چې [له دواړو څخه یې] د يوه هېواد پر وړاندې تیری به د دواړو پر وړاندې تیری ګڼل کیږي.»

د پاکستان او سعودي عربستان پر تړون د هند غبرګون

د سعودي عربستان ولي العهد محمد بن سلمان، او د پاکستان لومړي شهباز شريف، د تړون تر لاسليک کولو وروسته يو بل ته غيږ ورکړه. شهباز شريف دمګړۍ د سعودي عربستان په رسمي سفر بوخت دی.

دا تړون د روان ميلادي کال په می میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ چې دواړه اتومي وسلې لري، تر څلورو ورځنيو متقابلو بريدونو وروسته رامنځته شوی دی. د دغو متقابلو بريدونو په پایله کې چې له توغنديو، ډرونونو او درنو وسلو پکې کار اخیستل شوی وو، ۷۰ پوځي پرسونل او ملکيان وژل شوي ول.  

هند ويلي دي چې د پاکستان او سعودي عربستان د تړون اغیزې به د ملي امنيت ترڅنګ د سيمې او د نړيوال ثبات په پس منظر کې وارزولې شي.

اړونده موضوع: د هند او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ امریکا د منځګړیتوب هڅه کوي

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جيستوال، د پنجشنبې په ورځ وويل چې د هند حکومت خبر وو چې داسې يو تړون تر غور لاندې دی.

د رسنيو د پوښتنو په ځواب کې جيسوال د يوې اعلامیې په جاري کولو سره وویل: «موږ د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژيک دفاعي تړون لاسليک کیدو خبرونه وليدل. حکومت پوهيده چې دا ډول يو پرمختګ تر غور لاندې وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدې مودې همکارۍ ته منظمه بڼه ورکوي.»

جيسوال وويل چې حکومت یې پرې خبره کلک ولاړ دی چې د هند د ملي ګټو ساتنه به کوي.

د هند او سعودي عربستان ترمنځ تجارتي اړيکي موجودې دي او سعودي عربستان هند ته د تیلو ورکوونکی دريم ستر هېواد دی او هند د پترولو د وارداتو له پاره پر سعودي متکي دی.

بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber